ولسمشر محمداشرف غني ارګ کې د «اداري فساد پر ضد د منبر غږ» تر نوم لاندې غونډې په دویمه ورځ وویل، فساد، فاجعه او پتنه درې خبیثې کړۍ دي.
د ولسمشر په وینا، دا چې پتنه او فساد نظام لهمنځه وړي؛ علما باید فاسد چارواکي هېوادوالو ته ور وپېژني.
د ښاغلي غني په وینا، د خبیثې کړۍ پر وړاندې باید له عدالت، قانون او حاکمیت څخه دفاع وشي.
ولسمشر همدارنګه وايي، د افغانانو جهاد یوه حماسه وه چې لاسته راوړنه یې فاجعه ده.
د افغانعلماوو شورا او لویې څارنوالۍ د «اداري فساد پر ضد د منبر غږ» تر نوم لاندې دوه ورځنۍ غونډې کې پرېکړه وکړه چې له فساد سره د ګټورې مبارزې لهپاره یوه نقشه رامنځته شي.
د دېې غونډې د پرېکړهلیک په یوې برخې کې راغلي چې په حکومت کې باید ګومارنط د اړیکو پر ځای په وړتیاوو وشي.