حکومت ضد معترضانو د حیرتان بندر لویه ټرانزیټي لاره وتړله

د ملي جنیش ګوند معترضانو د۱۶ مې ورځې له‌پاره په بلخ ولایت کې له څو ساعته لاریون وروسته د سوداګریزو توکو پرمخ د حیرتان ټرانزیټي بند لویه لاره وتړله.

د معترضانو په مشرۍ سید شمس‌الدین سادات وايي، که تر راتلونکیو څوو ورځو يې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه‌کړل شي؛ د کابل بریښنا به هم پرې کړي.

خو په سمنګانو کې معترضانو د والي دفتر او څو دولتي ادارې تړلې دي. د لاریون یو سمبالوونکی محمد‌عوض بیګ اوغلي وايي چې د پرلت درېیمه خېمه يې د سمنګانو والي دفتر دروازې په وړاندې ودروله.

د سمنګانو معترضانو خبرداری ورکړ، که تر دوو ورځو پورې يې غوښتنې ونه منل شي؛ د کابل برېښنا به پرې کړي او ښځې او نارینه به د کابل پر لور لاریون وکړي.

خو په جوزجان کې د معترضانو خبرداری تر دې هم تند و او ویل یې، که تر درېیوو ورځو پورې جنرال دوستم هېواد ته راستون نه‌شي او نظام‌الدین قیصاري ازاد نه‌شي؛ د نظام پر ضد به قیام وکړي.

د فاریاب معترضینو هم خبرداري سره د جنرال دوستم بېرته راستنېدو او نظام‌الدین قیصاري خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د هېواد په شمال او شمال‌ختیځو ولایتونو کې د حکومت ضد اعتراضونه وروسته له هغو چې په فاریاب کې د جنرال دوستم ځانګړی استازی او د ولسي پاڅونوالو قوماندان نظام‌الدین قیصاري ونیول شو؛ پیل شول چې د ۱۶ ورځو په تېرېدو سره لا هم دوام لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام