طالبانو د څوو ساعتونو له‌پاره جغتو ولسوالي نیولې وه

د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ نه د ولایتي شورا غړي نصیرحمد فقیري سلام وطندار ته وویل، طالبانو بېګا ۱۲ بجې د جغتو ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ او د څوو ساعتونو له‌پاره یې دا وداني په‌‌خپل واک کې نیولې وه.

ښاغلی فقیري وايي، طالبانو د ولسوالۍ د ودانۍ په نیولو سره ټولو وسایلو او تجهیزاتو ته اور ورته کړ او سهار یې بېرته ولسوالي پرېښوده.

د ده په وینا، طالبانو د زنه‌خان او واغظ ولسوالیو هم بریدونه کړي.

ورته وخت کې د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري وايي، د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي‌دي او د جغتو ولسوالۍ د جګړې په پایله کې اور اخېستی دی.

د نوري په خبره، په واغظ ولسوالۍ کې د نښتې پرمهال ۸ طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي  دي. هغه زیاتوي، په زنه‌خان ولسوالۍ کې د پولیسو ځانګړي قطعې یو قوماندان له ۳ سرتېرو سره وژل شوي او ۴ تنه نور یې ټپيان دي.

د غزني د والي ویاند په خبره، امنیتي ځواکونونو په نورو سیمو کې تلفات نه‌لرل.

طالبانو تراوسه پورې د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام