د فوټبال سږني نړۍوال جام ۸ بهترینې لوبډلې په ډاګه شوی

د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸ کال ۲۱م پړاو د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ درېيم پړاو ته لاړې. په‌ډې کې ۸ لوبډلو خپل ځایونه کره کړل او د دویم پړاو ۸ نورې لوبډلې یې هم کور ته رخصت کړې.

په لومړي پړاو کې د المان له رخصتېدو وروسته په دویم پړاو کې د لیونیل میسي په موجودیت کې ارجنټاین او د کریسټیانو رونالډو په موجودیت کې پرتګال لوبډلې هم د هغو ۸ لوبډلو په کتار کې وې چې درېیم پړاو ته په رسېدو کې پاتې راغلې.

د روان فوټبال نړۍوال جام په (پري کوارټرفاینل) پړاو کې سویډن او انګلستان وروستۍ دوې لوبډلې وې چې خپلو سیالانو ته یې په ماتو ورکولو سره (کوارټرفاینل) پړاو ته لاره پیدا کړه.

په بېګانۍ لومړۍ لوبې کې سویډن لوبډلې د فورسبرګ د ۶۶مې دقیقې ګول په‌واسطه له ښې لوبې وروسته یو د صفر ګول په مقابل کې سویتزرلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه راز د ۱۶ غورو لوبډلو پړاو وروستۍ لوبې کې بیا د انګلستان او کولمبیا ترمنځ لوبه په یوه ـ یوه ګول مساوي شوه؛ خو په پنلټي شوټونو کې انګلستان ۴ د ۳ ګولونو په مقابل بریا خپله کړه او د ۸ غورو لوبډلو په کتار کې یې د سویډن خلاف سیالۍ ته لاره پیدا کړه.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، د سږ کال ۲۱م پړاو فوټبال نړۍوال جام سیالیو درېیم (کوارټرفاینل) پړاو لوبې به د راتلونکې جمعې په ورځ په ۲ سیالیو پیل شي چې لومړی به یوراګوای له فرانسې سره او ورپسې برازیل له بلجیم سره د لوبې ډګر ته ووځي.

د جولای په ۷مه نېټه به بیا سویډن له انګلستان فوټبال ملي لوبډلې سره او (سیمي فاینل) ته د رسېدلو له‌پاره به په وروستۍ (کوارټرفاینل) لوبه کې کوربه روسیه له کروشیا فوټبال ملي لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي.

د یادونې ده چې د سږ کال ۲۱م پړاو فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د فوټبال مینه‌والو له‌پاره حیرانوونکې ځکه وې چې د تېر ځل اتله المان، د تېر نړۍوال جام دویم مقام لرونکې ارجنټاین او د اروپا اتله پرتګال په روان فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې په لومړي او دویم پړاو کې له مخکې تګه پاتې شوې او په نړۍواله درجه‌بندۍ کې ۷۰ مقام لرونکې د روسیې فوټبال ملي لوبډله لا هم د لومړۍ تاریخي اتلولۍ ګټلو هیلې لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام