
د ټولګټو وزیر یما یاري په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له خصوصي شرکتونو سره د هېواد په څلورو ولایتونو کې د څلورو پراختیايي پروژو تړون لاسلیک کړ.
دغه پروژې په غور، بدخشان او غزني ولایتونو کې د ۴۲ میلیونو افغانیو په ارزښت په سړکونو چغل اچول او د ۴،۷ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د کابل – ننګرهار لویه لار کې د ۵۳ کیلومتره په اوږدوالي سره د سړک بیارغول دي.
ښاغلی یاري وايي، دغه پروژې د نړۍوال بانک او اسیا پراختیايي بانک له لوري تمویلیږي.

د ټولګټو وزیر یما یاري وویل، دغه وزارت د کابل – کندهار او کابل – لوګر لویې لارې سروې پایته رسولې او د تدارکاتو له طیمراحل وروسته به، د دغو لویو لارو بیارغونې چارې هم پیل شي.
د ټولګټو وزیر زیاتوي، هغوی د هېوادوالو ستونزو هواري په موخه د سالنګ لویې لارې بېړنۍ رغونې لهپاره د دولت له احتیاطي بودیجې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ تر لاسه کړي او د دغې لویې لارې بیارغنیزې چارې به د روان لمریز کال تر پایه پایته ورسیږي.





