
د فاریاب کوهستان ولسوالۍ امنیه قوماندان محمدناصر خان وايي، له ۲۰ ورځو راهیسې د پوځ، ولسي پاڅون او پولیسو ۱۹۰ ځواکونه د طالبانو په محاصره کې دي.
د ښاغلي ناصر خان په وینا، د محاصرې کړۍ هره ورځ تنګېږي او هره ورځ دوه ـ درې تنه سرتېرې ټپیانېږي.
د ده په خبره، له دې ځواکونو سره شاوخوا ۴۰ کورنۍ هم د محاصرې په کړۍ کې راګیرې دي.
د فاریاب کوهستان ولسوالۍ امنیه قومندان زیاتوي، طالبانو دا وخت د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي او امنیتي ځواکونه له قحطۍ او لوږې سره مخ کړي دي.

کوهستان ولسوالۍ کې محاصره شوی سرتېری نقیب الله وايي، ډېر وخت شو چې دوی د وسلهوالو تر محاصرې لاندې دي.
د هغه په وینا، اوبه، ډوډۍ نهشته او د خوړو لهپاره څه نهلري. د نقیبالله په وینا، که محاصره یې ماته نهشي؛ له لوږې به ومري.
خو د فاریاب امنیې قوماندان جنرال نبيجان ملاخېل سلاموطندار ته وویل، د ملي پولیسو اعاشه په منظم ډول وېشل کېږي چې د ولسي پاڅون ځواکونو په استثنا، نور ځواکونه له هېڅ ډول ستونزې سره نهدي مخ شوي.
د فاریاب کوهستان ولسوالۍ ۲۰ ورځې مخکې طالبانو سقوط کړ؛ خو دولت تر اوسه د دې ولسوالۍ بېرته نیولو لهپاره هېڅ اقدام نهدی کړی.





