
په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د مشاوریت دفتر د عامه اړیکو مسوول سمیر رسا کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، ۹ ورځې وړاندې چې د کابل او ریاض ترمنځ کوم هوکړهلیک لاسلیک شو پربنسټ به یې راتلونکې اوونۍ جدې ته د افغانستان د سوداګریزو توکیو لومړنۍ بار چې نیم ټن زعفران دي صادر شي.
سمیر رسا وویل، تراوسه پورې د افغانستان- ترکیې، افغانستان- هند او افغانستان- قزاقستان هوايي دهلیزونو له لارې ۱۰۰ الوتنې شوي چې د کابل- اروپا او کابل- دوبۍ هوايي دهلیز په طرحې هم کار روان دی.
هغه وايي، د هوايي دهلیزونو له لارې چې هند، ترکیې او قزاقستان هېوادونو ته کوم توکي استول شوي ارزښت یې ۵۱ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسیږي.

دغهراز دولت په صنعتي پارکونو کې د ځمکو په وېشلو سره هڅه کوي هېواد کې پانګونې ته پراختیا ورکړي.
په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د مشاوریت دفتر د عامه اړیکو سلاکار سمیر رسا وايي، ټاکل شوې د هېواد ۱۱ ولایتونو کې د صنعتي پارکونو جوړولو لهپاره سوداګرو ته ۴ زره او ۹۵۶ جریبه ځمکه ووېشل شي.
دی وايي، هغو سمونونو ته په پام چې په دې وروستیو کې د ځمکو وېش طرزالعمل کې رامنځته شوی په اسانه او لنډ وخت کې د ځمکو وېش کېږي.
ښاغلی رسا وايي، د پانګونې لهپاره تر دامهاله د ۳۹ شرکتونو غوښتنلیکونه ترلاسه شوي او ۳۰۰ فابریکې چې له دې وړاندې یې پاکستان کې پانګونه کړې وه له دې طرحې سره یوځای شوي دي.





