
نن کابل کې د نړۍوال بانک او افغان حکومت چارواکیو ترمنځ افغانستان سره د نړۍوال بانک د نغدي مرستو تړون لاسلیک شو.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، افغانستان سره د نړۍوال بانک د تازه ۶۹۱ میلیونو ډالرو مرستو نه به ۶۰۰ ډالره یې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لهپاره د عامې روغتیا وزارت او ۵۱ میلیونه ډالره به یې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تر څنګ د نوري فایبر شبکې غځولو لهپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري ولګول شي.
د ده په خبره، نوري فایبر ته د دې مرستې له ورکولو سره به د انټرنیټ کیفیت لوړ شي او بیې به یې راکمې شي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي دا هم وویل چې د دغو مرستو ۵۰ میلیونه ډالره د دولتي بانکونو ظرفیتلوړولو او دغو بانکونو کې کروندګرو او صنعتکارانو ته د پور ورکولو لهپاره د سهولیت او شعبو رامنځته کولو کې لګول کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي د نوري فایبر شبکې پراختیا، او هېواد کې د انټرنېټ کیفیتلوړولو او د بیېکمولو د نړۍوال بانک ۵۱ میلیونه ډالره مرسته مهمه بولي.
ښاغلی اریوبي وايي، دا وخت د هېواد ۲۵ ولایتونه په نوري فایبر شبکې نښلول شوي او پاتې ۹ ولایتونه به د دغو مرستو په ورکولو سره د دې شبکې تر پوښښ لاندې راوستل شي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي، دا مرسته به تر ۲۰۲۱ کال پورې ولایتونو او کلو کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زیاتولو، د روغتیايي مرکزونو جوړولو، د قابلو شمېر لوړولو، د مور او ماشوم مړینې مخنیوي او د خوارځواکۍ کچې کمولو کې ولګول شي.
د ښاغلي فیروز په وینا، دغه ۲۰۰ میلیونه ډالره مرستې هېواد کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د دوی ستونزې نهشي حلولی.
په شفافه توګه حسابورکول، د ګټورو اجراتو پر بنسټ ورکونه، او د پليکوونکیو بنسټونو له لوري د روغتیايي خدمتونو د کیفیتلوړول، د دې پروژې له مهمو شرایطو شمېرل شويدي.





