
د لوګر د پوهنې رياست وياند محمدشاپور عرب سلام وطندار ته وويل، د مرکز پلعلم په ۸ ښوونځيو پورک، کلنګار، چوڼۍ، حضرت عمر فاروق، التمور، فيض کاريز، حصارک او سرېسنګ ښوونځيو کې د رایهورکوونکیو نومليکنې مرکزونه فعاله دي.
د ښاغلي عرب په وينا، د يادو مرکزونو له جوړېدلو وروسته، شاوخوا ۳ زره زدهکوونکي په دايمي او ځېنې نور په وقفهيي ډول ښوونځيو ته له تللو محروم شويدي.
دی همدارنګه وايي، طالبانو لوګر کې له ښوونکیو او زدهکوونکیو نه په ټاکنو کې د نه ګډون غوښتنه کړېده.
د لوګر د پوهنې رياست وياند په وينا، دغه ستونزه یې له اړوندو بنسټونو سره شريکه کړې؛ خو تر اوسه يې په اړه اقدام نهدى شوى.

اخوا د لوګر د مرکزي لېسې امر لطفالله سلام وطندار ته وویل، تقریباً له یوې میاشتې راهیسې د وسلهوالو ګواښونو له امله د زدهکوونکیو ترڅنګ، یو شمېر ښوونکي هم ښوونځيو ته نه ځي.
نوموړی وایي، کهچېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او پوهنې وزارت ستونزه حل نهکړي؛ ښوونځي به د وسلهوالو ګواښونو له امله وتړل شي.
د لوګر مرکز پلعلم او ولسوالیو ځېنې زدهکوونکي له حکومتي مشرانو غواړي چې د زدهکوونکیو دا ستونزه هواره کړي چې په سمه توګه خپلو زدهکړو ته ادامه ورکړي.
دوی په ټینګار سره وايي چې د پوهنې ځایونه دې له سیاسيته لېرې پاتې شي.
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د لوګر امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزی وايي، کومو ښوونځیو کې چې د نومليکنې مرکزونه فعال دي؛ ښه امنيتي تدابير یې نيول شويدي.
وسلهوالو لوګر کې په ځېنو ښوونځیو کې د رایهورکوونکیو د نوملیکنې بهیر له پیل راهیسې تراوسه پر دوو ښوونځيو بريدونه کړي.





