.jpg)
د پکتيا ولایت په احمدابا او سيدکرم ولسواليو کې طالبانو ۲۲ ښوونځي تړلي چې په وینا یې حکومت ورته ودانۍ او د انګړ دېوالونه، نه جوړوي.
د پکتيا ولايتي شورا غړی محمدالرحمان قادري او د سيمي ځېنې مشران وايي طالبانو د احمدابا په غړک او د سيدکرم په کوسين سيمو کې د هلکانو او نجونو ۲۲ ښوونځي تړلي دي.
طالبانو ویلي تر هغو به دا ښوونځي تړلي وي چې ودانۍ ورته جوړې شوې نه وي.
د ولايتي شورا غړی محمد رحمان قادري وايي، پرون ورځ د دغې ستونزې په اړه ولایتي ادارې سره کېناستو خو هېڅ پاملرنه یې ونه کړه. زیاتوي وروسته له هغې چې قومي مشران سیمې ته وروګرځېدل طالبانو ښوونځي وتړل.
.jpg)
د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی ګلاغا وايي، په دې اړه د پوهنې ریاست سره یې ناستې کړي دي او د دې ادارې د ژر اقدام غوښتنه یې کړې ده.
بلخوا د پوهنې رياست مسوولان په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وایي دا ستونزه په رسمي ډول له ولایت مقام سره نه ده شريکه شوې او د دغه شمېر ښوونځيو تړل کېدل هم نه مني.
ښاغلی حسرت زیاتوي، بې ودانیو ښوونځيو ته به د لومړيتوب له مخې ودانۍ جوړې شي.
دا لومړی ځل دی چې طالبان د ښوونځیو انګړ دېوالونو او ودانیو نهشتوالي په پلمه ښوونځي تړي خو معلومه نه ده چې ښوونځیو ته د ودانیو په جوړلو کې دوی څه ډول موخې لري.





