
د جوزجان د اقچې، مردیان، منګجک، فیضاباد او خانقاه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي، دغو ولسوالیو کې د څښاک اوبو نهشتوالي دوی د مرګ له ګواښ سره مخ کړي او دا وخت یوه بوشکه اوبه له ۲۰ تر۵۰ افغانیو پورې په بیه اخلي.
د هغوی په وینا، نه د څښاک لهپاره اوبه لري او نه هم د کښت او کار لهپاره چې دغه ستونزه د ورځې په تېرېدلو سره زیاتېږي او حکومت هم دغو ولسوالیو ته د ټانکر په وسیله د اوبو لېږدول درولي.
د جوزجان د اقچې، منګجک او فیضاباد ولسوالیو اوسېدونکي رویا، اسدالله او محمد نبي سلاموطندار ته وايي، که د بیې اوبه هم پيدا شي؛ له ۴۰ کیلومترۍ لېرې ځایه یې راوړي.

دوی وايي، اوبه لري؛ خو پرته له حیوان یې انسان نهشي استفاده کولی.
د جوزجان مرستیال والي عبدالرحمان محمودي تاییدوي چې د دې ولایت ۳۰۰زره اوسېدونکي د څښاک اوبو له کموالي سره مخ دي او که حکومت دې ستونزې ته لاسرسی ونه کړي؛ هغه څه چې دی یې انساني ناورین بولي رامنځته به شي.
د ځمکپېژندونکیو په وینا، د ګازو د کانونو له امله، د جوزجان یو شمېر سیمو کې د ځمکې لاندې اوبه د ګټې اخیستلو وړ نهدي او د دې ولایت د ځمکې لاندې اوبه خپل ترکیب کې سلفر لري چې اوبه یې خرابې کړېدي.





