په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې یوه ویډیو ښيي چې د کابل ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د حکومت تر حاکمیت لاندې ۴ ځوانان او یوه جلۍ د یوه ډله کسانو لهخوا چې ځانونه «مجاهدین» بولي، صحرایي محاکمه کېږي.
خپرې شوې ویډیو کې ځوانه جلۍ چې مخ یې هم ښکاري سزا ورکول کېږي او په پرلپسې توګه وايي، «ملاصاحب ما کوم کار نه دی کړی.»
هغه ډول چې ښکاري دا پېښه د روژې پر ۱۵ رامنځته شوې او څلور نارینهوو یوه ښځه قرهباغ ولسوالۍ ته د لېږدولو له امله، د یوې ډلې لهخوا سزا ورکول کېږي.
څلور واړه ځوانان چې مخونه یې په خاورو ککړ ښکاري ویډیو کې اعتراف کوي چې ګناه یې کړې او پر هغوی شرعي حکم هم اجرا شوی دی.
د دې صحرايي محاکمې په اړه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي وايي، افغانستان کې صحرايي محاکمې زیاتې شوي چې د قانون او دولتي واکمنۍ کمزورتیا یې لامل دي.
ښاغلی صدیقي د دغو کسانو نیولو غوښتنه کوي چې خپلسرې پلټنې، څېړنې او مجازات عملي کوي.
په ټولنیزو شبکو کې دغه ویډیویي فلم خپرېدو بېلابېل غبرګونونه درلودل. ځېنو دغه کار له شریعت سره سم بللی او هرکلی یې کړی او ځېنو نورو بیا غندلی دی.
د دغې صحرايي محاکمې په اړه حقوق پوه او د پوهنتون استاد ودیر ساپی وایي، د قانون تطبیق یوازې د قانوني بنسټونو کار دی او که هرڅوک د ده په وینا قانون په لاس کې واخلي باید تعقیب او مجازات شي.
خو د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي سلام وطندار ته وویل چې پولیس د دې ویډیو صحت نه تاییدوي. د ښاغلي ستانکزي په وینا، د کابل پولیس به په جدي توګه دا پېښه تعقیب کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې یو ډله سړي د هغه څه له مخې چې شریعت یې ګڼي، صحرایي محکمه جوړوي. دا ډول کړنې د افغانستان بېلابېلو سیمو کې شوي؛ خو د پلازمېنې څو کیلومترۍ یانې د کابل یوې ولسوالۍ کې د صحرایي محکمې جوړېدل دولتي واکمني ننګوي.