د قبایلي مشرانو شورا: نړۍواله ټولنه دې پاکستان له خپلې پرېکړې راوګرځوي

د باجوړ، مومندو، خېبر، اورکزۍ، کورمې، شمالي وزیرستان او جنوبې وزیرستان اجنسیو د قبایلو شورا نن په کابل کې د غونډې په ترڅ کې له خېبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو یو ځای کېدلو په اړه د پاکستان د پارلمان پرېکړه وغندله.

د پاکستا ن پارلمان په وروستیو کې د پاکستان حکومت هغه طرح تایید کړې چې له‌مخې یې په یو اړخیزه توګه قبایلي سیمې له خېبر پښتونخوا سره تړل کېږي.

د افغانستان او هند بریتانوي حکومت د هوکړې له‌مخې هېڅ لوری د قبایلي سیمو په اړه د یوې اړخیزې پرېکړې حق نه‌لري او هر لوری چې په‌دې سیمو کې کوم ګام اخلي؛ اړ دی چې له بل لوري سره پرې سلا مشوره وکړي.

 د قبایلو شورا استازیو په‌دې غونډې کې د پاکستاني چارواکیو وروستۍ پرېکړه ناقانونه وبلله او د یو پریکړه‌لیک په خپرولو سره یې د افغان حکومت او قومونو او قبایلو چارو وزارت وروستۍ خبرپاڼې ملاتړ وکړ.

 د غونډې لس ماده‌ییز پرېکړه‌لیک د قبایلو شورا رییس زرجان شینواري ولوست چې په یوې برخې کې یې له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتو، اسلامي کنفرانس، مدني تولنو په تېره بیا د پاکستان له مدني ټولنو غوښتل شوي چې پاکستان له خپلې پرېکړې راوګرځوي.

د فاټا نقشه

د غونډې ګډونوالو وویل، پاکستان دې د قبایلو ازادي نه تر پښو لاندې کوي، ځکه چې دوی ځانونه د تاریخي افغانستان یوه برخه بولي.

په همدې حال کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند جاویداحمد وفا سلام وطندار ته وویل چې دوی د پاکستان دا پرېکړه یو اړخیزه بولي او د افغان حکومت له لوري د پاکستان دا کار غندل شوی‌دی.

دی وایي یاد وزارت ولسمشر ته وړاندیز کړی چې په‌دې اړه د اړوند ادارو ګډې کمېټې په جوړولو همغږي ګامونه واخېستل شي.

د کتونکیو په اند، پاکستانيو چارواکیو په وروستیو کلونو کې د قبایلي سیمو لاندې کولو په موخه لومړی دغلته بهرني اورپکي ځای پرځای کړي او په لوی لاس یې د ناامنیو اور بل کړی او وروسته یې د هغوی پر خلاف د پوځي عملیاتو په پلمه خپل ځواکونه په‌کې ځای پر ځای کړي‌دي.

دوی وایي، اوس پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې د قبایلي سیمو دودیزه خپلواکي له منځه یوسي او دا سیمې له خېبر پښتونخوا سوبې سره وتړي چې د ځایي خلکو او افغان چارواکیو له کلک غبرګون سره مخ شوي‌دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام