د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي سلام وطندار ته وویل، بېګاه شپه د ملي امنیت اړوند ۰۲ قطعې د دې ولایت چپرهار ولسوالۍ کې عملیات کړي چې ۹ تنه پهکې وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
نوموړی وایي، د عملیاتو د موخې او د وژل شویو او ټپیانو د هویت په اړه به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
هاخوا سیمه کې ولسي وګړي وایي، وژل شوي او ټپیان ټول ملکيان او د مشرانو جرګې د رییس فضلهادي مسلمیار نږدې خپلوان دي.
د مشرانو جرګې د دفتر رییس ضیاالرحمن ضیا رسنیو ته ویلي، وژل شویو او ټپیانو کې د فضلهادي مسلمیار کاکاګان او د کورنۍ نور غړي شامل دي.
پهدې اړه به نور جزیات وروسته خپاره شي.