«د ترهګرو موجودیت د ټاکنو مشروعیت له پوښتنې سره مخوي»

د راروانو ټاکنو له‌پاره د خلکو د نوم‌لیکنې کم‌رنګي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې دولت د وسله‌والو مخالفانو پراخ حضور نن د ولسي جرګې د بحث موضوع وه.

د ولسي جرګې ځېنې غړي وايي چې په ځېنو سیمو کې د دولت د وسله‌والو مخالفانو حضور د دې لامل شوی چې خلک د ټاکنو له‌پاره نوم‌لیکنه ونه‌کړي او پېژندپاڼې وانه‌اخلي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وايي، د ټاکنو له‌پاره د نوم‌لیکنې په مرکزونو باندې د دولت د وسله‌والو مخالفانو کنټرول؛ د ټاکنو مشروعیت له پوښتنې سره مخ کړی‌دی. د ابراهیمي  په خبره ټاکنې یو ملي بهیر دی او د دې بهیر مشروعیت د خلکو پراخ ګډون پورې اړه لري.

ښاغلی ابراهیمي زیاتوي، د دې ستونزې په اړه د ولسي جرګې د چهارشنبې غونډې ته امنیتي مسوولان ورغوښتل شوي‌دي.

د رایه‌ورکوونکیو نوم‌لیکنې او د پېژندپاڼو د وېش مرکزونو د امنیت نه‌شتوالي خلک او ولسي جرګه اندېښمن کړې‌ده. معلومه به شي چې امنیتي مسوولان د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په غونډې کې دغو اندېښنو ته څه ځواب وايي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام