په کندهار کې چاودنې ۱۶ کسان ووژل او ۳۸ نور ټپیان کړل

د کندهار د والي ویاند داود احمدي سلام‌وطندار ته وویل، طالبانو دوه کانټینرونه له وسلو، چاودېدونکیو توکیو او د ځانمرګو بریدونو واسکټونو څخه ډک کړي وو.

داود احمدي وايي، طالبانو دغه کانټینرونه د کندهار ښار د څلورمې ناحیې په فابریکې سرای سیمه کې ځای پرځای کړي وو او غوښتل يې د اختر په شپو او ورځو کې یې له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې وچوي. 

ښاغلی احمدي زیاتوي، یاد توکي نن ورځ د کندهار ملي امنیت کارکوونکیو کشف او د انجینیرۍ ډلې یو کانټېنر شنډ کړی خو د دویم کانټېنر چاودېدونکي توکي د شنډولو پرمهال وچاودل او درنه مرګ‌ژوبله یې واړوله.

د کندهار د والي ویاند وايي، د دغې پېښې له امله ۱۶ تنه وژل شوي دي او ۳۸ تنه نور ټپيان شوي دي. زیاتوي، په وژل شویو کې ۴ امنیتي کسان او په ټپیانو کې ۴ ماشومان او ۶ امنیتي سرتیري شامل دي.

ویاند وايي، ښایي د مرګ‌ژوبلي شمېره نوره هم لوړه شي ځکه د ده په وینا د چاودنې په ځای کې د موټرو ورکشاپونه وو چې یو مخ نړېدلي او ځېنې قربانیان به لا هم ترخاورو لاندې وي.  

ورته وخت کې عام کندهاریان دغه ډول بریدونه غندي او وايي، هر وخت په تېره په روژې میاشت کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله په هېڅ دین او کلتور کي روا نه ده.

تراوسه د پېښې مسوولیت په اړه هېڅ کومې وسله‌والې ډلې څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام