دغه ویاله چې ۶ میاشتې وړاندې د ۵۶ میلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوې وه د بېکیفیته موادو کارولو له امله په بشپړه توګه ورانه شوې ده.
د نمکاب لویه ویاله چې د مالګې کان ته د اوبو له توېیدو د مخنیوي په موخه جوړه شوې وه تېره یوه میاشت کې په بشپړه توګه ورانه شوې ده.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د لویې ویالې خوا او شا کې تیږي او شګې کارول شوې وې چې په همدې دلیل ویجاړه شوې ده.
د هغوی په وینا، اوس د لویې ویالې اوبه د مالګې کانه تیریږي چې د اوبو ترو کېدو لامل شوی او تروشو اوبو د هغوی کښت او کروندې ته زیان رسولی دی.
د تالقانو ښار د نهرسعید یوشمېر کروندګر او د نمکاب ولسوالۍ ځېنې قومي مشران چې نن سهار د تخار والي دفتر ته ورغلي وو د دغې لویې ویالې بیا رغولو غوښتنه وکړه.
د سیمې اوسېدونکي حکومت ته خبرداری ورکوي که چېرې د نمکاب لویه ویاله هر څه ژر ونه رغول شي د تاقچه کان کیندو مخنیوی به وکړي.
د تخار ولایت د اوبو تنظیم مشر انجینیر سالم اکبر وايي، د نمکاب ولسوالۍ د لویې ویالې پروژه په ازمايښتي توګه پلي شوې چې بېپایلې وه.
ښاغلی اکبر زیاتوي، د دې پروژې قرارداد داسې و چې باید خاوره او تیږي په کې وکارول شي او د مالګې کان یوشمېر برخو ښوېیدو له امله، کانال وران شوی دی.
د تخار سیمهییزو چارواکیو د دغې پروژې څېړلو لهپاره یو پلاوی ټاکلی دی.
د اوبو تنظیم ریاست وايي، ټاکل شوې هر څه ژر د دغې لویې ویالې ځېنې برخې بیرته ورغول شي.