.jpg)
د ملي یووالي حکومت د هوکړې پر بنسټ، ولسمشر محمداشرف غني د اساسي قانون تعدیل او د لومړي وزیر څوکۍ له ایجادود وروسته مکلف و چې د تحلیف له مراسمو سره سم د اساسي قانون د تعدیل لهپاره له وړاندې کمېسیون وټاکي او وروسته د دودیزه جرګه راوغواړي.
همدا ډول حکومت باید د اساسي قانون د ۱۱۰ مادې د دویم بند پر اساس د لویې جرګې د نصاب پوره کولو لهپاره ښايي ډېر ژر د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کړي.
دلته پوښتنه مطرح کېږي، ایا حکومت د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو په ترسره کولو د اساسي قانون تعدیل او د ملي یووالي حکومت د هوکړهلیک عملي کولو په لټه کې دی او کنه؟
د اجرایوي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، د ډاکټر عبدالله لوری هوډمن دی چې د ملي یووالي حکومت هوکړهلیک په بشپړ ډول عملي کړي او پهدې بنسټ د اساسي قانون تعدیل او د لومړي وزیر څوکۍ ایجادولو لهپاره د دودیزې لویې جرګې رابلل د ولسوالیو شوراګانو له ټاکنو وروسته لومړیتوب لري. د جاوید فیصل په خبره، سره لهدې چې د هوکړهلیک د عملي کېدو په برخه کې زیات وخت ضایع شوی؛ خو دې موخې ته د رسېدلو لهپاره تراوسه فرصت شته.
د دې امر د عملي کېدلو په صورت کې به د اجرایوي رییس یو له خوبونو چې د ریاستي نظام بدولون پارلماني هغه ته دی، رښتنی شي. خو د ارګ لوری بیا پهدې برخه کې محتاطانه لیدلوری لري؛ د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیال شاهحسین مرتضوي سلاموطندار ته وویل، د ملي یووالي حکومت د کړنو معیار د افغانستان اساسي قانون دی او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم د قانون پر بنسټ ترسره کېږي.
د کابل پوهنتون استاد فیضالله جلال وايي، حکومت د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د دودیزې جرګې جوړولو او د اساسي قانون تعدیل په موخه کوي. د ښاغلي جلال په باور، طالبان په اساسي قانونو کې د بدلونونو او تعدیلاتو غوښتونکي دي او حکومت د سولې خبرو اترو ته د دغې ډلې هڅونې په موخه د هغوی ملاحظات په پام کې نیسي.
.jpg)
د ولسوالیو شوراګانو تشکیل
د اساسي قانون ۶۰مې مادې پر بنسټ: «هره ولسوالۍ یوه شورا لري چې غړي یې د هماغې ولسوالۍ د رایهورکوونکیو لهخوا د درېیوو کلونو لهپاره ټاکل کېږي.»
د دې قانون د ۶۱مې مادې پر بنسټ: «هغه ولسوالۍ چې تر ۴۰ زرو نفوس لري ۵ څوکۍ، هغه ولسوالۍ چې له ۴۰ زرو تر ۷۰ زرو نفوس لري ۷ څوکۍ، هغه ولسوالۍ چې له ۷۰ زرو تر ۱۰۰زرو نفوس لري ۹ څوکۍ، هغه ولسوالۍ چې له ۱۰۰ زرو ډېر نفوس لري ۱۱ څوکۍ ورته ځانګړې شوېدي. او د هرې ولسوالۍ په شورا کې ۲۵ سلنه څوکۍ ښځینهوو نوماندانو ته ځانګړې کېږي.» دغه ډول کوچیان په هرې ولسوالۍ کې د رایورکوونکیو یا نوماند په توګه د ولسوالۍ د شورا په ټاکنو کې ګډون کولی شي.
پوښتنه دا ده چې تراوسه د ولسوالیو نفوس مشخص شویدی؟ د نفوسو ثبت او احوالو ادارې ویاند روحالله احمدزي ځواب دې پوښتنې ته منفی دی. ښاغلی احمدزی وايي، تر هغه وخته چې برېښنايي پېژندپاڼې وېش نهشي او د ثبت سیستم ډیجیتلي نهشي؛ په افغانستان کې د نفوسو کره شمېرې د معلومولو چاره امکان نهلري.
لهبلې خوا د عدلیې وزارت د تقنین انسټیټیوټ رییس عبدالله غنيزاده وايي، اساساً د ولسوالیو شوراګانو په اړه قانون نهشته او حکومت په تازه د دغو شوراګانو په پیشنویس لیکلو کار شروع کړیدی.
لهدې ټولو سره ـ سره د سیاسي چارو څېړونکی موسی فرېور پهدې باور دی چې د ولسوالیو شوراګانو قانون د نهشتوالي په صورت کې امکان لري چې د دې بنسټ کاري مېتود د ولایتي شوراګانو قانون نه په مقایسوي توګه تفسیر شي. لهدې کبله د ولسوالیو شوراګانې د کوچنیو مجلسونو په توګه په ولسوالیو کې د ځايي چارواکیو په چارو د نظارت حق لري.
.jpg)
د ولسوالیو شوراګانو د استازيو امتیازات
د ملي یووالي حکومته یوې باوري سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د ولسوالیو شوراګانو استازي به د حکومت لهخوا هېڅ ډول مادي امتیاز ترلاسه نهکړي او د دوی د فعالیتونو لهپاره هم هېڅ کوم دفتر په پلان کې نهشته.
د سرچینې په خبره، د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د محلي شوراګانو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي او د ولسوالیو شوراګانو ځېنې احتمالي نوماندانو ناسم ګومان کوي او فکر کوي چې حکومت دغو شوراګانو ته ځانګړی امتیاز په پام کې نیولی دی. له همدې کبله په ځېنو سیمو کې احتمالي نوماندان د ملاتړ پیداکولو او د رایو د ګټلو په پار زیاتې پیسې لګولې دي.
البته د ملي یووالي حکومت رسمي سرچینو پهدې اړه له نظر ورکولو ډډه کړېده.
.jpg)
د ولسوالیو شوراګانو په اړه د خلکو پوهاوی
سلاموطندار په پلازمېنې او ولایتونو کې له ځېنو هېوادوالو سره د ولسوالیو شوراګانو د رول او کارکړنو په اړه خبرې اترې کړېدي. له خبرو مشخصېږي چې پهدې اړه د خلکو د پوهاوي کچه زښته ډېره ټيټه ده. باید هېره نهکړو، په هغو ولسوالیو کې چې د دولت وسلهوالو مخالفانو تر واک لاندې دي؛ ښايي اساساً هلته د ولسوالیو شوراګاڼو ټاکنې ونهشي.
هڅه مو وکړه پهدې اړه د ټاکنو کمېسیون نظر وپوښتو؛ خو د کمېسیون غړیو د سلاموطندار پرلهپسې اړیکو ته ځواب ورنهکړ.
لهدې ټولو سره ـ سره د سیمهییزو ارګانونو ویانده منیره یوسفزاده وايي، دې ادارې د ولسوالیو شوراګانو ارزښت او ګټې په اړه د خلکو پوهاوي لهپاره د محلونو په کچه او په ولسوالیو کې پراخ کمپاین پیل کړیدی.





