د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني سلاموطندار ته وویل، د دې وزارت د سیاسي چارو معین حکمت خلیل کرزي پر مشرۍ افغان او د پاکستان بهرنیو چارو معینې تهمینې جنجوعې په مشرۍ پلاوي، د دواړو هېوادونو د سولې عمل پلان ۴مه غونډه کې دا پلان وروستی کړ.
د ښاغلي مستغني په وینا، په دې پلان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په امنیتي ستونزو، له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې، د تاوتریخوالي په مخنیوي، د کډوالو په اړه همکارۍ او د سولې او اقتصاد برخو کې په ګډو مرستو ټینګار شویدی.
هغه زیاتوي، پهدې برخو کې یو ګډ میکانیزم هم جوړ شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ غونډې کې ټینګار شوی چې د دې پلان له عملي کېدو به جدي څارنه وشي او په سمه توګه به عملي شي.
په ورته وخت کې د چارو کتونکي بیا د افغانستان او پاکستان د سولې عمل پلان عملي کېدو په اړه یوه خوله نهدي.
یو شمېر شنونکي د دغه پلان په سمه توګه عملي کېدل د افغانستان په ګټه بولي، خو ځېنې بیا وایي، د سولې عمل پلان تر افغانستان زیات پاکستان ته ګټه رسوي.
د چارو کتونکی محبالله شریف وایي، پاکستان تر نړۍوالو فشارونو لاندې دی او یو ځل بیا دوه مخې لوبه پیلوي چې د نړۍوالې ټولنې پام بلې خواته واړوي او خپلې موخې تعقیب کړي.
د هغه په وینا، که دغه پلان په رښتیني توګه عملي شي؛ نو د افغانستان په ګټه به تمام شي.
خو د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وایي، له پاکستان سره د سولې عمل پلان د امریکا په منځګړیتوب لاسلیک شوی چې د پاکستان ګټې او شرطونه په کې ډېر دي.
د ده په وینا، په ټوله کې به پاکستان د افغانستان ملي ګټې تر سیوري لاندې راولي او افغان دولت تمه لري چې پاکستان طالبانو سره د سولې هڅې ګړندۍ کړي.
دی په ورته وخت کې دا یو خوب ګڼي او د دې پلان لهمخې به پاکستان د ۱۸ کلونو جګړه وګټي او یو ځل بیا به افغان حکومت وغولوي.
د افغانستان او پاکستان د سولې عمل پلان، افغانستان ته د پاکستان د لومړی وزیر سفر پرمهال مطرح شو چې د دواړو هېوادونو چارواکیو د دغه پلان لهمخې درې ځلې سره خبرې وکړې او ۴مه ناسته کې د سولې او عمل پلان نهايي شو.