
پرون د دې ولايت د ناامنو سيمو اوسېدونکیو د پکتیکا په مرکز ښرنه کې تر لاريون وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته د اعتراض په ډول خېمه ودروله او د يادې ادارې دروازه یې بنده کړه.
د دوی په خبره ترڅو چې په لسو ولسواليو کې د نومليکنې ۷۷ مرکزونه نه وي پرانيستل شوي؛ نورو سيمو ته هم اجازه نهورکوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مواد انتقال کړي.
دوو تنو قومي مشران مومن کمالوال او چنارګل صديقي وايي، تر هغه وخته به د ټاکنو کمېسیون دفتر تړلی وي چې د خپلو ولسوالیو حقوق یې نه وي ترلاسه کړي.
دوی وايي د ټاکنو کمېسیون حق نهلري چې د ۳سوو زرو کسانو حق ورنهکړي.
د پکتيکا والي الياس وحدت رسنيو ته وويل، چې د اعتراضکوونکیو ستونزې یې په کابل کې له اړوندو ارګانونو سره شریکي کړي او ډېر ژر به ورته حللاره ومومي.

ښاغلی وحدت وايي، دې ولسوالیو ته د امنيتي ستونزو له امله ټاکنیز توکي نهشي رسېدلی.
د پکتیکا والي زیاتوي، لاریونوالو ورسره منلې چې د ټاکنو کمېسیون د مامورانو په کار کې به خنډ نه پېښوي.
د پکتيکا د ټاکنو کمېسیون سرپرست ریيس له سلام وطندار سره خبرو کې وويل، نن یې له خلکو سره پهدې پرېکړه وشوه چې اوس یې د نومليکنې لهپاره ۱۲ مرکزونه خلاص کړي او د نورو په اړه يې هم له امنيتي ارګانونو سره خبرې روانې کړېدي.





