د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان بدیع صیاد کابل کې د خبرې غونډې پرمهال وویل، له قانوني حقه د خلکو ګټنې او پراخ ګډون په موخه د رایهورکوونکیو نوملیکنې موده یوه میاشت نور هم وغځېده.
د ښاغلي صیاد په خبره، په ټول هېواد کې د امنیتي ګواښونو له کبله ۸۷ د نوملیکنې مرکزونه تړل شوي دي له دې سره ـ سره ۱،۵۰۰،۸۴۸ تنو په ټولو ولایتونو کې نوملیکنه کړې ده.
د ټاکنو کمېسیون رییس وايي، یوازې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لهپاره دغه نوملیکنه نه ده بلکې د ولسمشرۍ څوکۍ او ولایتي شوراګانو لهپاره هم شاملیږي.
وايي، کمېسیون د رڼو ټاکنو لهپاره هڅه کوي او حکومت هم نه باید د نوملیکنې مرکزونو امنیت ټینګښت په برخه کې ناغېړي وکړي.
د ریپوټونو پربنسټ د ټاکنو لهپاره د رایهورکوونکیو نوملیکنې له پيله تراوسه څو ځلې په بېلابېلو ولایتونو کې پر دغو مرکزونو بریدونه شوي دي. د ورکړل شویو ریپوټونو پربنسټ د دې پروسې له پیله تراوسه ۲۷۱ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د صیاد په خبره، د سټېکرونو جعل یوه اساسي ستونزه ده او دوی دا ستونزه تر چارواکیو رسولې او زیاتوي یو ډله د دې ستونزې حل لهپاره ټاکل شوې ده.
ټاکل شوې وه د رایهورکوونکیو د نوملیکنې لومړۍ مرحله د غوايي په ۲۳مه پای ته ورسېږي او د غوايي په ۲۵مه په ولسوالیو کې د نوملیکنې دویمه مرحله پیل شوې وی خو د کمېسیون د پرېکړې پربنسټ یوه میاشت نوره هم وغځول شوه.