
یوناما د کندوز ولایت دشتارچي ولسوالۍ هوايي برید په اړه چې د ۲۰۱۸ کال د اپریل په ۲ نېټه شوی و تازه راپور خپور کړی دی. راپور کاږلي په دې برید کې ۱۰۷ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې (۳۶ مړه او ۷۱ ټپیان) چې ۸۱ یې ماشومان وو؛ که څه هم ریپوټ یادونه کوي یوناما اضافي معتبره معلومات تر لاسه کړي، چې تر دې لوړې شمېرې په ګوته کوي.
دغه ریپوټ د پېښې له قربانیانو، عیني شاهدانو، دولتي چارواکیو او روغتیایي کارکوونکیو، په کندوز کې له درېیو لویو مشورتي ټولنو سره د ۹۰ مرکو او د پېښې په ځای کې د حقیقت موندنې ماموریت د ریپوټ پر بنسټ چمتو شوی دی.
د ریپوټ یو له مهمو موندنو دا ده چې حکومت په سیمه کې موجود لوړ پوړي طالب مشران په نښه کړي دي او پر مذهبي غونډې او شاوخوا سیمو یې له راکټونو او درنو ماشیندارو کار اخیستی چې لهامله یې ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان وو مړه او ټپیان شوي.

ریپوټ دا جزییات وړاندې کوي چې ولې یوناما ونه توانیده په انفرادي توګه د هر وژل شوي او ټپي ملکي وګړي حالت تصدیق کړي او نه هم ماموریت په دې موقف کې و چې د هوایي برید پرمهال د طالبانو د مشرانو یا ډلګیو موجودیت او عمل تشخیص کړي.
په ریپورت کې دولت ته سپارښتنه شوې چې د افغانستان دولت دې د ولسيوګړي ژوند خوندیتوب لهپاره دې د نړۍوالو بشر دوستانه قوانیو سره د مطابقت او ډاډ ترلاسه کولو په خاطر خپلو نظامي پالیسيو بیا کتنه وکړي.





