د یوې اوونۍ په تېرېدلو سره غزني کې اعتراضکوونکیو لا هم د حکومت له لوري د منلو وړ ځواب نهدی ترلاسه کړی. دغو اعتراضګرو نن خپله د پرلت خېمه د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر دروازې مخې ته لېږدولې ده.
هغوی وايي، د ټاکنو کمېسیون دفتر دروازه تړي او د دغه دفتر د کارکوونکیو د تګ ـ راتګ مخه به ونیسي.
یو تن اعتراضګر مولوي اسماعیل خبرادر ورکوي، که یې غوښتنو ته پام ونهشي؛ راتلونکیو ورځو کې به دغه ولایت د پېژندپاڼو وېشلو او د رایورکوونکیو د نوملیکنې ټول مرکزونو وتړي او د ولایت ودانۍ مخې ته به هم د پرلت خېمه ووهي.
دی په غزني ولایت کې د ټاکنو د حوزوي کېدو غوښتنه هم کوي او په ورته وخت کې په کمېسیون کې له شویو ګومارونو راضي نهدی.
همداراز د تذکرو د وېشلو بهیر تمدېدول او ټاکنو کې د ګډون په موخه پرې د سټیکر له نصبولو مخنیوی، د اعتراضکوونکیو له نورو غوښتنو دي.
بلهخوا غزني کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر مشر ناظرحسین نبيزاده وايي، تراوسه پورې د کمېسیون پروګرامونه د پخوا په څېر روان دي؛ خو کهچېرې اعتراضکوونکي د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر مخې ته خپل اعتراضونه وغځوي؛ دې ولایت کې به د نوملیکنې بهیر له خنډ سره مخ شي.
د ټاکنو ولایتي کمېسیون مشر وايي، د اعتراضکوونکیو غوښتنې د دې ادارې له توانه پورته دي.
د افغانانو په اند غزني کې د نوملیکنې پروسې په پیلېدو سره، د طالبانو خوځښتونه هم زیات شوي او د امنیتي ستونزو ترڅنګ، د نظام دننه کې د چارواکیو نه پام، د ټاکنو بهیر سره د خلکو لېوالتیا کمېدو لامل شویدی.