افغان معلول لامبووهونکی عباس کریمي د سروزرو مډال وګټلو

امریکا کې مېشت افغان معلول لامبووهونکي عباس کریمي د لامبووهنې په «ورلډ سیریز» سیالیو کې په ۵۰ متره واټن کې لومړی مقام او د سروزرو مډال وګټلو.

د معلولو لامبووهونکیو له‌پاره د «ورلډ سیریز» ټویټر پاڼې د معلوماتو له‌مخې، دغه لوبې د ۳ ورځو له‌پاره د امریکا په انډیاناپولي) کې پیل شوې چې نن شپه پای ته رسېږي.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، د امریکا په کوربتوب په دې لامبووهنې سیالیو کې افغان لوبغاړي عباس کریمي د لومړي مقام او سروزرو مډال ګټلو له‌پاره د مکسیکو لوپیس ډیاز او د چین هېواد لوبغاړي یانګ ته ماتې ورکړه او ټاکل شوی واټن یې له نورو چټک په یوه دقیقه او ۱۲ اشاریه ۲ ثانیو کې وواهه.

د افغانستان بدني روزنې ریاست هم دا خبر تایید کړی او د عباس کریمي له‌خوا د ګټل شوي سروزرو مډال مبارکي یې افغان ولس ته ویلې ده.

د معلولو لامبووهونکیو ترمنځ په «ورلډ سیریز» سیالیو کې د ۱۷ هېوادونو څخه ۱۹۸ لوبغاړي لوبیږي چې په کې افغان لوبغاړي عباس کریمي ته د یو ازاد لوبغاړي په توګه د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.

په دې درې ورځنیو لامبووهنې نړیوالو سیالیو کې به ټولټال ۳۰ مډالونه بېلابېلو ګټونکیو ښځینه او نارینه لوبغاړو ته ورکړل شي.

ټاکل شوې ده، عباس کریمي به د روانو سیالیو په دوام نن ورځ هم دوه ځلې په ۱۰۰ او ۵۰ مترو کې یوځل بیا د خپلو نورو سیالانو په وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.

د سږکال لامبووهنې «ورلډ سیریز» د روان کال مارچ میاشتې له ۲ تر ۴ مې نېټې د ډنمارک په پلازمېنه «کوپن هاګن» کې ترسره شو او ټاکل شوې له ډنمارک او امریکا وروسته په ټولټال ۶ هېوادونو برازیل، ایټالیا او برتانیا کې ترسره شي چې د جون میاشتې له ۷مې تر۱۰ مې نېټې به د المان په برلین کې د لامبووهنې دغه نړۍواله لړۍ «ورلډ سیریز» پای ته ورسېږي.

د یادونې ده چې دغه افغان معلول لامبووهونکی عباس کریمي پیدایشي دواړه لاسونه نه لري په ۲۰۱۳ کال کې د ترکیې په کوربتوب لامبووهنې سیالیو څخه د سروزرو مډال وروسته تېر ۲۰۱۷ کال کې هم د امریکا په کوربتوب په دې سیالیو کې ۲ د سروزرو مډالونه ګټلي وو.

عباس کریمي له تېرو ۵ کلونو راهیسې د افغانستان د معلولینو لامبووهنې ملي لوبډلې غړی دی چې د نږدې یو کال راهیسې په امریکا کې مېشت دی او هلته د بهرني روزونکي له‌خوا روزل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام