«د غزني ۱۰ ولسوالۍ د سقوط ګواښ سره مخ دي»

د غزني ولایتي شورا ځېنو غړيو او د دې ولایت سلګونو اوسېدونکیو نن ورځ د ښار په یو واټ کې د اعتراض په توګه راټول شوي وو او ویې ویل، که د ولایت په لوړیو پوړلونو کې سم لاسي جدي بدلون رامنځته نه شي غزني به سقوط وکړي. دوی وویل، دمګر د دې ولایت د ۱۰ ولسوالیو مرکزونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وايي، د غزني ټولو امنیتي پېښو راپورونه په ناسم او سرچپه تو مرکز ته ورکول کېږي، او خلک له دې زیات د خپلو اولادونو د وژل کېدو ننداره او د ټاکنو په پروسه کې ګډون نه شي کولی.

خو د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري دا څرګندونې ردوي او وايي، په دې وروستیو کې د غزني امنیتي حالت تېر ته په کتو ښه شوی دی. نوموړی زیاتوي، امنیتي ځواکونه د امنیت ټينګښت په برخه کې ژمن دي او دغه راز له خلکو غواړي چې د ټاکنو په بهیر کې پراخ ګډون وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام