
د ولسي جرګې ځېنو غړیو نن د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د رایېورکوونکیو د نوملیکنې بهیر ناکام دی او دغه راز د رایو ورکوونکيو د نوملیکنې لهپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون تګلاره ناسمه ده.
د ولسي جرګې غړي خلیل الله شهیدزاده تور پورې کړ چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نفوسو د احوالو ثبت اداره او امنیتي ځواکونه به د ټاکنو بهیر ناکام کړي.
د ولسي جرګې ځېنو نورو غړیو د ټاکنو خپلواک کمېسیون استازي د رایورکونکیو د نوملیکنې مرکزونو ټاکلو په برخه کې په دوه ګوني چلن تورن کړل.
سره لهدې چې د رایوورکوونکیو د نوملیکنې بهیر د درېیمې ورځې په درشل کې دی؛ خو د سلام وطندار د موندنو پر بنسټ، د رایورکوونکیو د نوملیکنې مرکزونو کې د هېوادوالو حضور بېرنګه دی.
غزني کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتي مسوول کریمجمال سلام وطندار ته وویل چې تراوسه یوازې ۷۰ تنه دغه مرکز ته د نوملیکنې په پار ورغلي چې ۱۳ هغه يې ښځینه دي.
د سلام وطندار موندنو پر بنسټ د غور، خوست، بادغیس، فاریاب، جوزجان او هرات ولایتونو رایورکوونکیو د نوملکنې مرکزونو کې هم د هېوادوالو حضور کم و.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان پهدې بهیر کې د وطنوالو حضور کموالي لامل نا امنۍ په ګوته کوي.

د دوی په وینا، په ځېنو ولایتونو کې هېوادوال د پېژندپاڼو نهلرلو له امله د نوملیکنې مرکزونه ته مراجعه نهکوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بامیانو ولایتي دفتر رییس محمدامان امان د ټاکنو لهپاره د نوملیکنې په مرکزونو کې د هېوادوالو د کمرنګۍ علت پهدې ولایت کې د ټاکنو د نوملیکنې په اړه د عامهپوهاوي د کمی ګڼي.
د کابل ښار د ۱۳ ناحیې د نوملیکنې یو مسوول ـ چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ـ سلام وطندار ته وویل، پرون د ټاکنو لهپاره د نوملیکنې په یو مرکز کې یوازې دوو نفرو نوملیکنه کړېده.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځېنو غړیو په نننۍ غونډه کې د پارلمان او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لهپاره نوملیکنې روان بهیر ناکام بللی او ویلي یې دي چې پهدې اړه د ټاکنو کمېسیون تګلاره غلطه ده.
له بلېخوا طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پهدې ټاکنو کې د برخې اخېستلو نه انکار کړی او هېوادوالو ته یې خبرداری ورکړی، که پوه شول چې څوک پهدې ټاکنو کې برخه اخلي، وبه یې وژني.
د طالبانو دا خبرپاڼه داسې مهال خپرېږي چې ولسمشرغني د ټاکنو د رایو ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر په لومړۍ ورځ له طالبانو نه په ټاکنو کې د برخې اخېستلو غوښتنه کړې وه.





