د مالیې وزیر محمد اکلیل حکیمي نن د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته د اړوند وزارت کارکړنو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي حکیمي وویل د ناسمو څېړنو له امله د ۵ بندونو کار رد شوی او دوی به ډېرژر د نورو بندونو کار پیل کړي چې له هغو به په بېلابېلو برخو لکه د څښاک اوبو، کرنې او برېښنا تولید لهپاره ګټنه وشي.
د مالیې وزیر وايي، ۱۸۲ نوې پروژې چې لګښت یې شاوخوا ۵ عشاریه ۵ ملیارده امریکایي ډالر اټکل شوی د عامه ګډون او خصوصی سکتور پروژې دي؛ کار یې پیل یا هم ترلاس لاندې دي.
دغهراز د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل له ترکمنستان سره هوکړه شوې د هغه هېواد ګاز د افغان ترانسپورت په واسطه پاکستان ته ولېږدول شي چې دغه بهیر به د ټاپي پروژې تر فعالېدو پورې روان وي.
ښاغلي حکیمي زیاته کړه، سږکال د تېرکال په پرتله د بودیجې لګښت ښه پرمخ روان دی چې دا په خپله یو مثبت ګام ګڼل کېږي.
ده وویل، د نوي مالي کال له پیله د بودیجې مرکزیت له مالیې وزارته بودیجوي واحدونو ته لېږدول شوی دی.
د ولسي جرګې استماعیه غوندې ته د مالیی وزیر محمد اکلیل حکیمي وویل افغان حکومت له نړۍوالې ټولنې سره په بروکسل کنفرانس کې کړې ژمنې ۷۰ سلنه عملي کړي خو نړۍوال بیا په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.
حکیمي د روان کال په لړم میاشت کې په ژنیو کې د ۳۷ هېوادونو بهرنیو او پرمختیایي چارو وزیرانو، د یوشمېر نړۍوالو بنسټونو د استازو او د افغان ولسمشر په ګډون د یو نړۍوال کنفرانس جوړېدو خبر هم ورکړ.
ده وویل، په دغه کنفرانس کې به د بروکسل کنفرانس ژمنو پلي کېدو څرنګوالی وڅېړل شي خو له هغه وړاندې به په راتلونکیو ۳ میاشتو کې په کابل کې هم د بروکسل کنفرانس د ژمنو څار کمېټه غونډه وکړي چې د ژینو غونډې ته پر چمتووالي به هم په کې بحث وشي.