د غور یو شمېر مدني فعالانو د دې ولایت د والي غلامناصر خاضع د ګوښه کېدو په اعتراض راوتلي وو.
دوی چې د دولایت مقام ته دروازې ته راټول شوي، ویل یې چې ښاغلی خاضع دې د کمزوري مدیریت، کمکارۍ او د خلکو ترمنځ د واټن د پیداکولو پر سر له دندې لېرې شي.
د اعتراضګرو له ډلې نورالله نوري او اخترمحمداخګر وايي چې دې والي د خپل ماموریت پرمهال تر اوسه هېڅ ګټور کار نهدی کړی، ځکه یې د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.
دوی ادعا کوي چې پهداسې حال کې چې په ډېرو ولسوالیو په ځانګړي ډول د غور ـ هرات په لویه لاره ډېر مخالفان حضور لري؛ خو ولایتي ادارې یې د تامین لهپاره هېڅ پلان نهلري. دوی د پراختیايي پروژو د نه تطبیق ستونزه هم یاده کړه.
دا اعتراضګر وايي، تر هغې به خپلو اعتراضونو ته ادامه ورکړي چې والي له دندې نه وي ګوښه شوی.
دوی د ولایت مقام د ننوتلو لومړۍ دروازې په خوله کې د پرلت خېمه ووهله.
خو د غور والي غلامناصر خاضع وايي چې دا ډول اعتراضونه د ځېنو مغرضو کړیو له لوري کېږي.
ښاغلی خاضع د خلکو اعتراضونه د هغوی حق ګڼي؛ خو ټینګار کوي چې اعتراضګر دې خپلې غوښتنې له دوی یا له بلې اړوندې ادارې سره شریکې کړي چې غوښتونو ته یې قانوني رسېدنه وشي.