د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې یو تن د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
ولایتي اداره وايي، پېښه بېګا شپه د جلالاباد ښار پنځمې ناحیې اړوند عبدالحق مېنه کې پېښه شوې ده.
د والي ویاند نوراحمد حبیبي سلاموطندار سره په خبرو کې وویل، د پېښې عامل نورمحمد نومېږي او د دې ولایت د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
دی وايي، نورمحمد د پولیسو لهخوا نیول شوی او اعتراف یې کړی، چې خپله مېرمن، مور او پلار یې وژلي دي.
حبیبي وايي، له نیول شوي نورمحمد او د پېښې په سیمه کې د پولیسو څېړنې روانې دي.
د ننګرهار د ښځو چارو رییسه انیسه عمراني سلاموطندار ته پېښه تاییدوي او وايي، عبدالحق مېنه کې د کورني تاوتریخوالي له امله نورمحمد د خپلې کورني درې غړي وژلي دي.
هڅه مو وکړ، په دې اړه د یادې کورنۍ د غړیو نظر واخلو؛ خو ځواب رانه کړل شو.
مسوولان وايي، امنیتي ادارې به د خپل مسوولیت سره سم خپلې لومړنۍ څېړنې بشپړې کړي او بیا به یې عامل عدلي او قضايي ادارې ته وسپاري.
د ریپوټونو پربنسټ له دې مخکې هم ننګرهار کې دا ډول پېښې رامنځته شوي دي.