د کندوز ولایت دشتارچي ولسوالۍ په دفتاني کلي کې د افغان ځواکونو هوايي برید په غبرګون نن ورځ د قربانیانو کورنیو شاوخوا ۳۰۰ تنو لاریون وکړ.
د لاریونوالو په خبره، دوی د عدالت غوښتنې په موخه د کندوز ښار ته تلل، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.
دوی وویل، امنیتي ځواکونو پرې ډزې کړي او څلور تنه یې ټپيان کړي دي.
په دې اړه د کندوز امنیې قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي وايي، د کشفي راپورونو پر بنسټ، د دغو اعتراض کوونکیو په ډله کې مخالفین ځای پر ځای شوي وو؛ ځکه یې مخنیوی کړی دی.
د کندوز ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، د دغه ډول پېښو د څېړلو لهپاره په ځلو پلاوي ټاکل شوي خو پایله یې نه ده ورکړې.
د هغه په وینا، دوی باید سیمې ته ولاړ شي، ترڅو په حقیقت ځان خبر کړي.
د کندوز دشتارچي ولسوالۍ دفتاني سیمه کې په اخندزاده مدرسې د افغان هوايي ځواکونو د برید مرګژوبلې شمېرو په اړه ضد او نقیص راپورونه ورکړل شوي دي. ځېنو رسنیو له سلو کم خو ځېنو بیا د ۱۰۰ تنو د وژل کېدو او شاوخوا ۲۰۰ ټپي کېدو خبر ورکړی دی.