کونړي ترکاڼان: لګول شوي بندیز کړکۍ، دروازې او نور توکي وراسته کړل

د کونړ د لسګونو سترو او وړو کارخونو ترکاڼان وایي چې حکومت دې د دوی په لاس جوړیو شویو توکیو ته د لېږد اجازه ورکړي.

شاوخوا یو کال مخکې د وزیرانو شورا پرېکړه وکړه چې له کونړه د لرګیو پخو شویو موادو ته د لېږد اجازه ورکړل شوه؛ خو له‌دې وېرې چې د لېږد بهیر به د لرګیو قاچاق وهڅوي؛ په همدې دلیل بېرته نورو ولایتونو ته د خامو او پخو توکیو د لېږد بهیر بند شو.

خو د کونړ ترکاڼان بیا وايي، له څه باندې دوو کالو راهیسې د دوی پر جوړdو شویو دروازو، کړکیو، الماریو او نورو فرنیچرونو د حکومت لګېدلي بندیز سخت اقتصادي زیان ور اړولی.

ترکاڼان وايي، حکومت دې د دوی صنعت ته د قاچاق په سترګه نه‌ګوري.

 دوی وايي، قانون له دوی د اولادونو رزق اخېستی او که حکومت د پخو موادو لېږد ته قاچاق وايي؛ رادې راشي؛ هټي دې ور وتړي او دوی دې زندان کې واچوي.

د کونړ ترکاڼان له حکومته د خپلې پرېکړې د اخېستلو غوښتنه کوي.

کونړ کې د ترکاڼانو ټولنې مشر فرهاد درانی هم پر حکومت نیوکه کوي چې د قاچاقبرو په جرم یې د دوی جوړ شوي توکي بند کړي‌دي.

هغه وايي، کونړ کې د ترکاڼۍ شاوخوا څلور سوه لویې او وړې کارخونې وې؛ خو نورو ولایتونو او د کونړ ولسوالیو ته له  لرګیو جوړیو شویو موادو په بندښت سره د دغو کارخونو شمېر اوس له سلو نه اوړي.

خو د کونړ د والي ویاند غني مصمم سلام وطندار سره په مرکه کې د ترکاڼانو ستونزې تایید کړې؛ خو زیاته یې کړه، د لرګیو په برخه کې د ولس او حکومت د تېر کال لانجو له امله ولسمشر له دې ولایته د هر ډول لرګیو او پخو موادو پر لېږد بندیز لګول، چې دوی یې دویم امر ته سترګې پر لار دي.

د کونړ مدني فعال محمدشعیب غروال سلام وطندار ته وویل چې د ترکاڼانو ستونزه په‌دې هوارېږي چې حکومت د قاچاقو او پخو موادو توپیر وکړي.

دی وړاندیز کوي چې قاچاقبران معلوم دي او هغوی باید ونیول شي.

ښاغلی غروال د کونړ ځايي چارواکیو دا خبره، نه مني چې ګنې د لرګیو پخو موادو لېږد ولسمشر بند کړی‌دی.

دا داسې مهال ده چې د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې لا هم د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې همدا اوس د ځنګلونو پرې کول روان دي او هم پر یو شمېر غرنیو لارو لرګي قاچاقېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام