د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو د درندو کارونو عوامل او ناوړه پایلو تر نامه لاندې څېړنیز راپور خپور کړ.
د دې کمېسیون مشرې سیما سمر نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د دوی د څېړنو ښیي چې ۵۶ سلنه ماشومان چې په شاقه کارونو بوخت دي او د وخت د نهشتوالي له امله له زدهکړو بېبرخې دي؛ ۸۱ سلنه یې ښونځیو ته د لارې د لېرېوالي له کبله ښوونځیو ته نهشي تللی او ۱۳ سلنه یې هم ښوونځي ته د تګ اجازه نهلري.
دا څېړنه پر ۸۰ سلنو کارګرو ماشومانو شوېده چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو لوړ وو او ۹۲.۵ سلنه یې هلکان، ۳ سلنه یې ماشومان او پهدې کې بیا ۳ سلنه معلول ماشومان وو.
د دې څېړنې د تحقیق چارې له ناکامو ولایتونو پرته په نورو ټولو ولایتونو کې شوېدي.
د غه راز د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې زیاته کړه چې نجونو ته د څېړنې پرمهال لاسرسی کم و؛ خو څېړنې ښیي چې ۵۶ سلنه کارکوونکي له خپل کار نه راضي او ۴۳ سلنه یې ناراضه دي
دې دا هم وویل چې ۱۶ سلنو ماشومانو ویلي دي چې دوی له جنسي ازار او ازیت سره مخ شويدي چې ۴۳ سلنه یې د جسمي لاسوهنو د بېلګو قرباني دي.
د دې راپور په بنسټ، ۶۱ سلنه ماشومان په غیرروغتيايي چاپېریال کې کار کوي چې د دوی د ناروغیو لاملېږي.
دې څېړنې په ډاګه کړې چې ۳۲ سلنه کارګر ماشومانو د کار په جریان کې زیانمن شوي چې لهدی ډلې ۲.۴ سلنو یې د بدن ځېنې غړي له لاسه ورکړيدي.
د میرمنې سمر په وینا، کارګر ماشومان سمو خوړو او درملنې ته هم لاسرسی نهلري. د دې په باور، ۵۹ سلنه ماشومان درې وخته ډوډۍ خوري خو ۳۹ سلنه ماشومان بیا یو یا دوه وخته ډوډۍ خوړلی شي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د مشرې سیما سمر په خبره، د دې څېړنیز راپور په بنسټ، ۴۹ سلنه ماشومان پهدې پار چې عاید ولري کار کوي او ۴۰ سلنه ماشومانو ویلي دي چې د کار پر مهال تر ګواښ او فشار لاندې وي او ۲۸ سلنه ماشومانو بیا ویلي چې له توان نه لوړو کارونو ته اړ شويدي.
اغلې سمر وویل چې دوی لهدې څېړنیز راپور سره ځېنې وړاندیزونه هم کړي او له حکومته یې غوښتي چې د ستونزو د لېرې کولو په برخه کې ترې کار واخلي او وړاندیزونه یې کړي چې د ماشومانو لهپاره شپني ښوونځي جوړ کړي او تر څنګ یې د فقر د لهمنځه وړلو او کاري موکې ډېرې کړي چې د بېکارۍ او بېوزلۍ کچه کمه شي.