د تالقانو ښار برېښنا لس ورځې کېږي غوڅه شوې

د تخار تالقانو ښار او د کندوز خان‌اباد ولسوالۍ له لسو ورځې راهیسې برېښنا نه لري.

د تالقانو اوسېدونکي وايي، د برېښنا نه‌شتوالي ډېرې ستونزې رامنځ ته کړي او هر څه ژر باید د کندوز په اق‌تاش ولسوالۍ کې د طالبانو ځپلو عملیات پیل، ترڅو د برېښنا مزي بېرته وتړل شي.

لس ورځې مخکې وسله‌والو طالبانو د کندوز اق‌تاش ولسوالۍ په چوپان سیمه کې تخار ته د تاجیکستان وارداتي برېښنا مزي پرې کړی او د مزو بیاځلي تړلو له‌پاره یې شرط ايښی دی.

د تخار برېښنا رییس محمد مومند وايي، د پوځي عملیاتو درول، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته د برېښنا رسول، په فزیکي توګه ښوونکیو ته د تنخواګانو ورکول او په اق‌تاش کې د څو اقتصادي پروژو له سره پیلول، د تخار برېښنا بېرته نښلولو له‌پاره د طالبانو شرطونه دي.

ښاغلی مومند زیاتوي، له طالبانو سره یې خبرې پایلې ته نه دي رسېدلي او له بلې لارې د برېښنا بېرته نښلولو له‌پاره هڅې روانې دي.

د برېښنا شرکت او طالبانو ترمنځ ننګونې کندوز کې د برېښنا شرکت یوه کارکوونکي له وژل کېدو وروسته پیل شوي. له دې پېښې وروسته، طالبانو کابل او تخار ته د تاجیکستان وارداتي برېښنا مزي پرې کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام