افغانستان سبا په فوټبال کې له کمبودیا سره لوبیږي

ټاکل شوې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۱۹ کال اسیایي فوټبال جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه راتلونکې ۶مه او وروستۍ لوبه سبا له کمبودیا هېواد فوټبال ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د سیالۍ وخت مازدیګر ۳ نیمې بجې ښودلی چې د یوه تلویزیون له لارې به فوټبال مینه‌والو ته هم په ژوندۍ بڼه وښودل شي خو داسې هم ویل شوي چې لوبه به د کابل په وخت ماښام ۶ نیمې بجې پیل شي.

د سبا ورځې سیالۍ مخکې د دواړو لوبډلو کپتانانو او روزنکیو د بشپړ تمریناتو او تیاریو وروسته په خبري غونډه کې د سیالۍ ګټو ټټر وواهه.

افغان روزونکي اوتوفیستر وویل سیالۍ ورته تشریفاتي ده اسیایي جام سیالیو ته یې نه‌شي رسولی خو هدف یې دا دی چې کم ترکمه له درېیم پړاو غوراوي سیالیو لومړۍ بریا ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې په لوبه کې تل ۹۰ سلنه هڅه او تکتیک او ۱۰ سلنه چانس وي؛ بس افغانستان ۱۰ سلنه چانس نه درلود چې له مخې یې د راتلونکي کال اسیایي جام فوتبال سیالیو پاتې شول.

افغان کپتان فیصل شایسته هم د کمبودیا خلاف په تګ سیالۍ کې ماته حیرانوونکې یاده کړه، په وینا یې د سبا ورځې راتګ پړاو ته پوره چمتووالی لري او له سهو په زده‌کړې له کمبودیا به غچ واخلي.

افغانستان په خپلو وروستیو ۵ نړیوالو فوټبال سیالیو کې هېڅ بریا نه لري چې وروستۍ ۲ یې مساوي کړي خو لومړۍ ۳ یې بایللي چې اسیایي جام سیالیو ته د رسېدو چانس یې له لاسه ورکړی دی.

د کمبودیا فوټبال ملي لوبډله بیا په وروستیو ۵ لوبو کې یوازې ۱ بریا لري چې افغانستان ته یې په خپل کوربتوب ۱ د ۰ ګول په وړاندې ماتې ورکړې خو له هغې راهیسي یې پاتې ۴ سیالۍ سیالانو ته بایللي دي.

افغان فوټبال ملي لوبډله د ۵ لوبو وروسته اوسمهال د ګډون کوونکیو لوبډلو په کتار کې په ۳ امتیازونو وروستی څلورم مقام لري او د راتلونکي کال اسیایي فوټبال جام سیالیو ته یې د رسېدو چانس له لاسه ورکړی دی.

په دریم پړاو کې له سي ګروپ څخه اردنۍ لوبډلې په ۱۱ او ویتنام فوټبال ملي لوبډلې په ۹ امتیازونو د راتلونکي کال اسیایي سترو فوټبال جام سیالیو ته لاره پیدا کړې ده.

د راتلونکي کال اسیایي فوټبال جام سیالیو ته له درېیم راونډ څخه په الف ګروپ کې هندوستان او قرغزستان، له ب ګروپ ځنې لبنان او شمالي کوریا، له ډي ګروپ نه فلسطین او عمان، له اي ګروپ نه بحرین او ترکمنستان او له ایف ګروپ څخه فیلیپین او یمن فوټبال ملي لوبډلو لاره پیدا کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام