
نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د یوې چاودنې لږ تر لږه ۴ ملکيان وژلي او ۱۰ يې ټپيان کړيدي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، چاودېدونکي توکي په موټر سایکل کې ځای پر ځای شويوو چې د جلالاباد ښار د لومړۍ ناحیې افغان ترک لېسې مخې ته وچاودېدل.
هغه وايي، د پېښې ټول قربانیان ملکيان دي؛ خو روغتیايي وضعیت یې ښه دی.
دا چاودنه داسې مهال کېږي چې سیمې ته نږدې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار یوه لویه ولسي غونډه هم روانه وه.
ښاغلي حکمتیار خپلو مینهوالو ته په خبرو کې اوسنی حکومت د ولس په خوښه نه؛ بلکې د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جانکیري په خوښه جوړ شوی نظام وبللو.
حکمتیار اوسنی پارلمان د پېر و پلور یو مرکز یاد کړ او له ولسه یې په را روانو ټاکنو کې ملي ګټو ته د ژمنتیا په پار اهلو کسانو ته د رایې ورکولو غوښتنه وکړه.

هغه د ټاکنو پر روڼتیا د ټینګار سربېره ویلي، کهچېرې افغانکډوال او د ناامنیو له کبله بېځایه شوي وګړي له ټاکنو پاتې کېږي؛ بیا دې د ټاکنو وخت وځنډېږي.
حکمتیار هیله کړې چې له را روانو ټاکنو دې د اوسني بحران د حل کار واخېستل شي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سولې په برخه کې د ولسمشر محمداشرف غني له هڅو مننه وکړه او په وروستیو کې طالبانو ته د سولې په تړاو یې د وړاندې کړې طرحې قدردانی هم وکړ.
ننګرهار والي ګلاب منګل هم خپلو خبرو کې پر وسلهوالو طالبانو غږ وکړ چې د ولسمشر د سولې له وړاندیزه په ګټنې دې د سولې د پروسې برخه وګرځي.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د ګلبدین حکمتیار غونډې ته د نږدې شوي ځانمرګي برید مسوولیت نهدی منلی؛ خو په وروستیو کې د دا ډول بریدونو مسوولیت تر ډېره داعشیان اخلي.





