رونالډو په یو بل ریکارډ جوړولو کې هم له میسي مخکې شو

د ریال ماډریډ فوټبال کلپ له‌پاره لوبېدونکي مشهور پرتګالي لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د خپل فوټبال تاریخ ۵۰ هېټرېک هم ترسره کړ او په دې سره یې د سرسخت سیال ارجنټایني لوبغاړي لیونیل میسي سره د هېټرېک ګولونو تفاوت ۶ ته وغځولو.

رونالډو دغه کارنامه د اسپانیې لالیګا په روانو سیالیو کې د خیرونا لوبډلې خلاف سیالۍ کې ثبت کړه چې په کې ریال ماډریډ ۶ د ۳ ګولونو په وړاندې خیرونا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ریال ماډریډ په ګټه په ترسره شویو ۶ ګولونو کې د ۹ ځل له‌پاره ۴ ګولونه کریسټیانو رونالډو د لوبې په ۱۱مه، ۴۷مه، ۶۴مه او په ۹۱مه دقیقه کې ترسره کړل او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې ستر رول ولوبولو.

د سترې بریا په مټ ریال ماډرېډ د روانو لالیګا سیالیو په ۲۷مې اوونۍ لوبو کې له ۴ مقام ځان د مخکې بارسلونا او دویم مقام لروونکې اټلاټیکو ماډریډ وروسته دریم مقام ته ورسولو.

په دې سره کریسټیانو رونالډو له خپل سرسخت سیال د بارسلونا کلپ له‌پاره لوبېدوونکي مشهور ارجنټایني لوبغاړي لیونیل میسي پر وړاندې دغه ریکارډ جوړ کړ او د فوټبال په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې ۵۰ ځلې په یوه لوبه کې ۳ یا له دې زیات ګولونه (هېټرېک) ترسره کوي.

د یادونې ده چې په فوټبال سیالۍ کې لیونیل میسي سږکال کوم هېټرېک نه دی ترسره کړی او په لوبه کې د درېیو یا زیاتو ګولونو ترسره کولو وروستۍ کارنامه یې د تېرکال اکتوبر په ۱۱مه نېټه د سږکال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لارې موندنې په موخه د ایکواډور فوټبال ملي لوبډلې خلاف ترسره کړې وه.

پرتګالي ۳۳ کلن کریسټیانو رونالډو چې ۵ ځلې یې د نړۍ دغوره فوټبال لوبغاړې جایزې ګټلي دي، د سږکال په ترسره شویو فوټبال سیالیو کې یې د لالیګا د ۲۲ ګولونو په شمول ټولټال له نورو لوبغاړو زیات ریکارډ ۳۴ ګولونه ترسره کړي او ښه ځلېدلی دی.

د فوټبال په تاریخ کې د زیاتو هېټرېک ګولونو ریکارډ اوسمهال له برازیلي لوبغاړي پېلی سره دی چې له ۱۹۵۶ کال تر ۱۹۷۷ کال پورې یې د برازیل ملي لوبډلې او بېلابېلو کلپونو په ګټه ټولټال ریکارډ ۹۲ ګولونه ترسره کړي دي.

د اسپانیې په لالیګا سیالیو کې ۳۴ ځلې کریسټیانو رونالډو او ۲۸ ځلې بیا لیونیل میسي د هېټرېک کارنامه جوړه کړې ده خو د اسپانیې لالیګا سیالیو په تاریخ کې بیا بارسلونا کلپ ټولټال ۱۷۶ خو ریال ماډریډ بیا ۱۷۰ ځلې د هېټرېک کارنامه ثبت کړې ده.

دغه‌راز کریسټیانو رونالډو ۷ ځلې د اروپا په چمپینزلیګ فوټبال سیالیو کې ۴ ځلې د فوټبال نړیوال جام په غوراوي پړاو سیالیو کې، ۲ ځلې د اسپانیې په حذفي جام کوپا ډیل ری سیالیو کې او یو یو ځل یې د انګلستان فوټبال غوره لیګ کې د مانچسټریونایټیډ د کلپونو په نړیوال جام او اروپایي غوراوي پړاو فوټبال سیالیو کې ترسره کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام