
د امریکا په نیویارک ایالت کې چې ډونالډ ټرامپ پهکې ډېره پانګونه کړې؛ د کور او غلې عمومي بیې ټیټوالی د دې سبب شوی چې ټرامپ د نړۍ شتمنو کسانو په نوملړ کې ۲۲۲ ځای خپل کړي.
فوربز مجلې د ډونالډ ټرامپ شتمني شاوخوا ۳ میلیارده او ۱۰۰ میلیونه ډالره اټکل کړېده.
د فوربز مجلې راپور پر بنسټ، د امازون مدیر د نړۍ د میلیاردرانو په کتار کې لومړی مقام خپل کړیدی.
د امازون د مدیر ټوله شتمني ۱۱۲ میلیارده ډالر اټکل شوېده.
د مایکروسافټ بنسټګر بېل ګیټس چې په تېرو ۲۴ کلونو کې یې لومړی مقام لرلو؛ دا ځل دویم هغه ته لوېدلی دی چې د تېر کال له ۸۶ میلیاردو ډالرو نه یې شتمني شاوخوا ۹۰ میلیاردو ډالرو ته لوړه شوېده.
که څه هم د میلیاردرو نرانو په کتار کې لومړي مقامونه امریکايي هغو نیولي؛ خو په ښځینه کتار کې بیا چینايۍ مېرمنې د میلیاردرې ځای نیولی دی.
زو کن في چې د اپل او سامسونګ کمپنیو ته د شیشو تولیدلو ستره فني فابریکه لري؛ د ۹.۸ میلیاردو ډالرو په لرلو سره د نړۍ شتمنه ښځه ګڼل شوېده.
وو یا جون د ۹.۳ میلیاردو ډالرو په لرلو سره او اغلې چیین د ۸.۱ میلیارد ډالرو په لرلو سره د نړۍ دویمه درجه او درېیمه شتمنه ښځې دي.
د نړۍ له ۵۰ شتمنو مېرمنو ۲۸ هغه يې چینایۍ دي.





