
د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواري سلام وطندار ته وویل، په سوځېدلو کتابونو کې لږ یې د نوي او ډېره برخه یې د زاړه نصاب اړوند کتابونه وو. د ده په خبره، په سوځېدلو هغو کې ډېر اسلامي کتابونه هم موجود وو.
ښاغلي شینواري زیاته کړه چې د سوځېدلو کتابونو ترڅنګ مېزونه و چوکۍ هم سوځېدلي او د ښوونځي نور مالي زیان هم لیدلی دی.
دی وايي، بېګانۍ پېښې د ښوونځي پر تدریسي بهیر کوم تاثیر نهدی کړی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته پېښه تایید کړې؛ خو دا یې نهدي ویلي، چې وسلهوال کسان په کومې ډلې پورې اړوند وو.

هغه وايي، پېښه د امنیتي او کشفي ادارو تر کلک څار لاندې ده.
د ننګرهار په مومندره کې ایمل خان لېسه له تاریخي لېسو ده، چې اوس پهکې څه باندې ۳ زره هلکان او انجونې په دوو جلا وختونو کې پر زدهکړو بوخت دي.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نهدی اخستی.
خو دا چې څنګه د مومندرې ولسوالۍ مقام ته په څو مترۍ کې پرتې لېسې ته وسلهوال سړي له دننه کېدو وروسته هلته اور پورې کوي او د ولسوالۍ مسوولان پرې نهدي خبر، هغه پوښتنه ده، چې په عام ولس او ټولنیزو پاڼو کې لر و بر کېږي.





