سولې شورا: طالبان د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو ملاتړ له امله سوله نه کوي

د سولې عالي شورا وايي، په هېواد کې روانه جګړه د افغانانو نه بلکې پردۍ ده او د سیمې زیاتره هېوادونه د پردې تر شا له طالبانو او نورو ډلو ملاتړ کوي.

په جلال اباد ښار کې د دولت وسله‌والو مخالفینو سره د سولې خبرو اترو او په دې اړه د دیني عالمانو طرحو او مشورو اورېدلو په موخه له ختیځو ولایتونو سلګونه عالمان راغوښتل شوي وو.

غونډې ته د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمان سلیم وویل، د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه طالبان په شا ټپوي او له امله یې دغه ډلې د سولې خبرو اترو ته نه چمتوو کېږي.

نوموړی وایي، دمګړۍ افغانستان د څو هېوادونو له طالبانو سره مخ دی.

د سولې عالي شورا مرستیال زیاته کړه، څنګه چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو نه ده، همدغه ډول سوله او ټیکاوو هم د ځینو هېوادونو له ښه نیت پرته ناشوني دي.

د سولې عالي شورا د دې له‌پاره تر نیوکو لاندې ده چې وایي د پام وړ لاسته راوړنې نه لري؛ خو د یادې شورا دغه چارواکی په خپلو کارونو کې د خنډ او ځنډ لامل سولې ته د دولت وسله‌والو مخالفینو نه لېوالتیا په ګوته کوي. 

دغه راز پر دیني عالمانو هم داسې نیوکه کېږي، چې د سولې په تړاو جوړو شویو غونډو او کنفرانسونو له پای ته رسېدو وروسته د سولې پیغام خپلو سیمو ته له ځانه سره نه وړي.

د ننګرهار والي ګلاب منګل د دې غونډې له ګډونوالو دیني عالمانو وغوښتل، په دې غونډه کې یوې اجماع ته له رسېدو وروسته دې خپلو سیمو کې دغه غږ له ممبرونو پورته کړي.

دیني عالمانو په یوه خوله، ژمنه وکړه چې د سولې بهیر ملاتړ کوي او په دې لار کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام