
وروسته له هغې چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر ۱۱مه د امریکا نړیوال سوداګریز مرکز باندې برید وشو؛ افغانستان د نړۍ د پام وړ وګرځېد؛ حامد کرزی واک ته ورسېد او نړیوالو بنسټونو له ډېرې سرمايې سره دې هېواد ته مخ راواړولو او په همدې ډول د لویو او کوچنیو پانګونو زمینه برابره شوه.
کورنیو او نړۍوالو پانګهوالو په لویو او کوچنیو برخو کې پانګهونه وکړه چې لهدې برخې یو مهمه هغه مخابرات دي.
په لومړیو کې د دې مخابراتي شرکتونو شمېر یو یا دوه و او یو سیمکارت هم په شاوخوا ۱۰۰ ډالره وو؛ خو په کرار ـ کرار د دې شرکتونو شمېر ۶ ته ورسېد او خپل خدمات یې د افغانستان هرې نقطې ته ورسول.
که څه هم له ۲۰۱۴ کاله وروسته د پانګهونو کچه راټیټه شوه؛ خو لا هم د مخابراتي شرکتونو بازار ګرم دی. د مخابراتي شبکو هر کاروونکی هره ورځ د مخابراتي چوپړونو څو وړاندیزونه او پیغامونه ترلاسه کوي.
هر شرکت د مشتري د راخپلولو هڅه کوي، ځېنې د څلورم نسل (4G) خدماتو د وړاندېکولو خبر ورکوي او ځېنې بیا د غږ د ښه کیفیت او د ټیټو نرخونو خواري کوي. د دې مخابراتي شرکتونو له دومره کاروونکیو سره بیا هم دوی راضي نه ښکاري.
نن ورځو مو له ځېنو ښاریانو نه پهدې پوښتنې پیل وکړ چې ایا کاروونکي د مخابراتي شبکو له چوپړونو راضي دي او که نه، او د شرکتونو د وړاندیزونو نه په کومه اندازه ګټنه کوي؟

بهرام د دې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د مخابراتي شبکې ډېر پيغامونه پرته له لوستلو حذفوي. لهده سره د کابل د نوي ښار په سیمه کې مخ شوم. بهرام وویل، ډېر کم داسې پېښ شوي چې د مخابراتي شبکو له وړاندیزونو نه یې ګټنه کړېوي.
د هغه په وینا، د مخابراتي شبکو ډېر سوداګریز وړاندیزونه له دروغو او فریب نه ډک وي. بهرام زیاته کړه: «د بېلګې په توګه د انټرنټ د خدماتو په اړه په سوداګریز پیغام کې ادعا شوې وي چې په ډېر کم نرخ چټک انټرنټ لري؛ خو چې کله یې کاروې؛ پوهېږې چې څومره کمزوری انټرنټ وړاندې کوي او اصلا هغه څه یې چې ویلي وي؛ هېڅ سر نه خوري.»
د کابل د دې اوسېدونکي په وینا، د دې مخابراتي شبکو اوسني وړاندیزونه تر ډېره حده د پيسو د غلا کولو او د مشتري د جلبولو او راضي کولو لهپاره د هغه د جېب نه د پيسو وهلو لهپاره ښه بهانه وي.
د پلازمېنې یوه اوسېدونکې مینا رضايي وايي ، هره ورځ د ټیلیفوني پیغام له لارې د مخابراتي شبکو وړاندیزونه ور رسېږي «د مخابراتي شبکو پرلهپسې پيغامونه او اړیکو ستړې کړې یم کله ناکله خو مې د دې ستونزې نه د وتلو په پار له ملګرو او خپلوانو هم مرسته غوښتې ده.»
هغه وايي، د ځېنو مخابراتي شرکتونو له وړاندیزونو لکه انټرنټ او د اسعارو بیې نه ګټنه کوي. اغلې رضايي د مخابراتي شرکتونو چوپړونه په ښو او بدو ډولونو وېشي. هغه د مخابراتي شبکو له ارزانه نرخونو خوښه ده او دا د مخابراتي شبکو ترمنځ رقابت ګڼي.
له حسین سره مو په خیرخانې مېنې کې ولیدل. هغه وايي، په لومړیو کې یې له وړاندیزونو ګټنه کړېده. «خو ومې لیدل چې د پيسو له اخیستلو او د کرېډېټ کارت د بیو د لوړوالي نه پرته یې هېڅ نهلرل.» هغه زیاتوي، ډېر ځله داسې شوي چې مخابراتي شبکو ورته پهخپل سر ځېنې داسې وړاندیزونه فعال کړي چې ده ورته اړتیا نهلرله او بیا یې ورنه د خدماتو په بدل کې پسې ګرځولي دي.

له هغه نه مو د شرکتونو د خدماتو د وړاندیز په اړه وپوښتل. ویې ویل، مخابراتي شرکتونو هېڅ د ګټې وړ خدمات نه وړاندې کوي او یوازې د ټیلیفون له لارې د پیسو غلا کولو ته لاره جوړوي.
د دې موضوع د جمعبندۍ لهپاره باید د مخابراتي شرکتونو نظر هم ولرو، نو د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې ته ورغلو؛ کومه چې دنده یې د مخابراتي شبکو پېرېدونکیو شکایتونو څېړل دي.
د افغانستان د مخابراتي شبکو د خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) سلاکار سیدمحمد انور سلاموطندار ته وویل، د مخابراتي شبکو پېرېدونکي کولی شي په «۹۹۹ او ۹۹۸» شمېرو اړیکې ونیسي او ستونزې یې له مسوولانو سره شریکې کړي؛ چې د ستونزو له ثبت وروسته د اترا د کنترول او څار ریاست لهخوا بیا څېړل کېږي.
ښاغلی انوري زیاتوي، اترا اداره د څارنې ډله لري او د پېرېدونکیو د ستونزو حل او څېړنې په موخه ان ولایتونو ته هم لېږل کېږي. د اترا ادارې سلاکار وايي، هغه شبکې چې د قانون خلاف عمل کوي د دې ادارې لهخوا جریمه شوي په هغه صورت کې چې د پېرېدونکیو ستونزو حل ته پام ونه کړي د قانون په اډانه کې یې د فعالیت جواز لغوه کېږي.
د مخابراتو وزارت د شمېرو لهمخې دمګړۍ د افغانستان د استوګنې ۸۶ سلنه برخې د مخابراتي پوښښ لاندې دي او د هېواد د نفوس له ۷۲ سلنې زیاته برخه له ثابتو او ګرځوونکو تیلیفونو استفاده کوي. دغه راز اوسمهال په افغانستان کې د تیلیفوني خبرو اترو لګښت له هندوستان او پاکستان پرته د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله ارزانه دی.





