
۸ کلن اخترمحمد د تېرې پنج شنبې په ورځ د دوو تنو ځوانانو لهخوا تښتول کېږي چې له جنسي تېرې وروسته یې د چړې په ګوزارونو وژني؛ کورنۍ یې له حکومته د قاتلانو د اعدام غوښتنه کوي.
د وژل شوي ماشوم پلار مولوی احمد او د کلي مولوی حبیب الله وايي، د نوراباد کلي ټول استوګن د اخترمحمد د قاتلانو اعدام غواړي. دوی خبرداری ورکوي که حکومت لاس په کار نه شي؛ خلک به په خپله یو کار وکړي.
د دغه ماشوم خپلوان وايي، په دغه ډول پېښو کې د حکومت بېپروايي د دې لامل شوې چې د حکومت په صداقت او جدیت د خلکو باور راکم شي؛ زیاتو که چېرې حکومت دغه ډول بېپروا پاتې شي خلک به هېڅکله په حکومت باور ونه کړي.
د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني سلاموطندار ته وویل، دوه تنه د پېښې په تړاوو نیول شوي چې د قانون په اډانه کې به سزا ورکړل شي.
د هرات پولیس هم وايي، نیول شويو کسانو په کړي جرم اعتراف کړی دی او دوسیې یې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.





