د تخار ولایت چاه اب ولسوالۍ ته د حزب اسلامي پخواني قوماندان بشیر قانت له بېرته ورستنېدو وروسته ځايي خلکو د والي دفتر مخکې ته د تحصن خېمې ودرولې او اعتراض یې وکړ. اعتراض کوونکي له حکومته غواړي چې بشیر قانت ونیسي او محاکمه یې کړي. د دوی په خبره، څلور ورځې مخکې څنګه چې بشیر قانت ولسوالۍ ته ورستون شو سم لاسه یې ځايي خلک وډبول؛ له کبله یې زیاترو ځايي خلکو خپل کورونه پرېښودل.
اعتراض کوونکي وايي بشیر قانت په دې ورځو کې یو ځل بیا خپل کسان په ځان راټول کړي دي؛ خو د تخار والي افضل الله مجددي وايي، تراوسه روښانه، نه ده چې بشیر قانت د کومې موخې لهپاره ولایت ته ورګرځېدلی دی. ښاغلی مجددي وايي چاه اب ولسوالۍ ته یې پلاوی ورلېږلی او دا موضوع به له نږدې وڅېړي.
د تخار ولایت محکمې څو میاشتې مخکې د بشیر قانت او د هغه د بړېڅو د نیولو حکم کړی و، کو چې په وژنو او تېرو کې تورن وو. تراوسه پورې هېڅ یو یې هم نه دی نیول شوی. بشیر قانت څه موده مخکې د یو حکومتي پلاوی په وسیله کابل ته رالېږدول شوی و.