د بودیجې په جریان کې د خلکو د کم ګډون په اړه اندېښنه

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ کابل کې په یوې خبري غونډې کې د ۲۰۱۷ کال د پرانیستې بودیجې نوملړ د مالیې وزارت، د ولسي جرګې د ماليې او بودیجوي کمېسیون او د ارزونې عالي ادارې چارواکیو په حضور کې خپور کړی.

د روڼتیا څار بنسټ چارواکي وايي، د ۲۰۱۷ کال پرانیستې بودیجې سروې پایلې چې د «بودیجې نړۍوال مشارکت» او د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ له لوري شوي؛ ښيي چې افغانستان په هغو برخو کې چې دولت د بودیجې بهیر کې د خلکو ګډون له‌پاره فرصتونه برابر کړي؛ له سلو نمرو یوازې ۱۵ نومرې اخېستې دي.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مشر سیداکرام افضلي د بودیجې ارزولو جریان کې د خلکو د ګډون له کموالي اندېښنه څرګندوي او وايي، په‌داسې حال کې چې د دې سروې په تېر پړاو ۲۰۱۵ کال کې د افغانانو د ګډون امتیاز ۲۷ سلنه و.

د دې سروې پر بنسټ، د بودیجې په پروسه کې د خلکو د ګډون ستونزه په ټولو هېوادونو کې موجوده ده؛ خو په افغانستان کې لکه څنګه چې پخوا وه؛ اوس هم په ځای پاتې ده.

ښاغلی افضلي همدارنګه زیاته کړه چې د پرانیستې بودیجې د سروې پایلو پر بنسټ، ۲۰۱۵ کال کې د بودیجې د رڼښت برخه کې د افغانستان د پرانیستې بودیجې نومرې له ۴۲ څخه، په ۲۰۱۷ کال کې ۴۹ ته لوړې شوې او له بودیجې څخه نظارت په برخه کې یې له ۱۰۰ امتیازونو څخه ۴۳ نومرې ترلاسه کړي‌دي.

په همدې حال کې د مالیې وزارت مالي مرستیال محمدخالد پاینده وايي، راتلونکي کال کې په بودیجې جوړولو کې د خلکو تر ټولو لوړه کچه برخه اخیستل به د دې وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه وي.

ښاغلي پاینده دا هم وویل چې په راتلونکي کال کې په پام کې لري چې د ولایتي بودیجې جوړولو ته هم لومړیتوب ورکړي.

د ۲۰۱۷ کال د نړۍ‌وال ګډون پرانیستې بودیجې سروې د ارزونې، رڼښت او پر ونډې اخیستلو سربېره د مقننه قوې او ارزونې ادارو رول هم تر څېړنې لاندې راولي چې د افغانستان مقننه قوه د پلي‌کېدو پر بهیر د څار په برخه کې ۴۷ نومرې او د بودیجې تدوین برخه کې یوازې ۱۹ نومرې او د ارزونې ادارې ۶۷ نومرې اخیستې دي.

د پرانیستې بودیجې سروې چې ۲۰۰۶ میلادي کال کې په لاره واچول شوه. د رڼښت، څارنې او د خلکو ګډون په څېر عامه بودیجه کې خپلواکه ارزونې لري چې د ۲۰۱۷ کال سروې کې د دوه کلنې ارزونې په شپږم پړاو کې یې شپږو لویو وچو کې ۱۱۵ هېوادونه ارزولي دي.

افغانستان له ۲۰۰۸ کال څخه را په‌دې‌خوا د پرانیستې بودیجې تر اروزنې لاندې دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام