د بلخ او ننګرهار ولسونو د کوزو پښتنو د حق‌غوښتنې حرکت ملاتړ وکړ

په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې زرګونو هېوادوالو د لاریون او یوې غونډې په ترڅ کې په پاکستان کې د پښتنو حق‌غوښتنې غږ بدرګه کړ او ویې ویل چې لر او بر یو افغان دی او هېڅ ‌ډول کرښه دا وروڼه قومونه نه‌شي جلا کولی.

په ننګرهار کې د افغانستان ملي تحریک مشر او د کابل پوهنتون محمداسماعیل یون د غونډې ګډونوالو ته وویل، په پاکستان کې د پښتنو حق‌غوښتنې لاریون پنځوس سلنه پایله لرله او د دواړو غاړیو پښتنو د یووالي د کلونو داعیه یې ثابته کړه.

ښاغلي یون دغه راز وویل، د انګریزي ښکېلاک په زور له افغانستانه بېله شوې خاوره خپلول غواړي او څرنګه چې اوس هېواد کې څو ولسوالۍ د وسله‌والو په ولکه کې دي، دغه ډول تر اټکه د افغانستان خاوره په زور نیول شوې.

غونډې ته د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني وویل، لر او بر یو افغان دی او هېڅ‌ډول کرښې دا ورونه قومونه نه‌شي جلا کولی.

د غونډې نورو ویناوالو او ګډونوالو هم پر پاکستان د مرګ شعارونو ورکړل.

ورته وخت کې په بلخ ولایت کې هم سلګونو ولسي خلکو د یو لاریون په ترڅ کې په پاکستان کې د پښتنو د حق‌غوښتنې ملاتړ کړی‌دی.

دغه لاریونوال د بلخ ولایتي شورا ته څېرمه په واټ کې راټول شوي وو، پر پاکستان او پنجاب یې د مرګ شعارونه ورکړل او ویل یې پښتانه ترهګر نه، بلکې د تروریزم خلاف دي.

د ذبیح‌الله په نوم یو لاریونوال وویل، د ډېورنډ کرښې په دواړو لورو کې پراته پښتانه قومونه ګډه تاریخي وجه لري او له‌ کبله یې د لرو پښتنو په ملاتړ لاریون کړی‌دی.

د جاوید واک په نوم یو بل لاریونوال د ډېورند فرضي کرښې دواړو لوریو ته د سولې راوستل افغانستان ته د امنیت په راسوتو کې اساسي ټکی یاد کړ.

د بلخ ولایتي شورا غړي ذبېح‌الله کاکړ چې دغه لاریون کې یې خبرې کولې وویل، د افغانانو له‌پاره به له امو تر اباسینه غږ پورته کړي.

وروسته له هغې چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نقیب‌الله مسید په نوم یو پښتون ځوان د پاکستانيو پولیسو له لوري ووژل شو چې ورسره سم کوزه پښتون‌خوا کې اعتراضیه ناستې او د حق‌غوښتنې غږ راپورته او بالاخره اسلام‌اباد کې د لسو ورځو له‌پاره لوی لاریونونه او ناستې ترسره شوې چې پرون د پاکستاني حکومت له لوري د هغوی د غوښتنو د منښتې په شرط پای ته ورسېدل. لاریونوالو پاکستاني حکومت ته خبرداری ورکړ، که یې غوښتنې ونه منل شي بیاځلي به پراخ لاریونونه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام