«په پوهنتون کې اشنا شو. ملګرتیا مو تر مینې ورسېده؛ ټیک یو کال، ۸ میاشتې او ۱۲ ورځې مخکې مو واده وکړ. د واده مېوه مو یو زوی شو. خو یوې بدې اوونۍ مې هرڅه رانه واخیستل.»
دا د شاولي مېرمنې سیاهموی خبرې دي؛ چې مېړه یې د تېرې اوونۍ شنبې ورځې په خونړي برید کې ووژل شو.
د دوامدارې ژړا لهامله یې د سترګو شاوخوا توره اوښتې، مخ یې له سوروالي توربخون او ستونی یې له غم او غصې راډک شوی دی.
کله مې چې له هغې سره خبرې کولې هره شېبه یې پر کاغذي دستمال د سترګو اوښکې پاکولې، غاړه یې تازه کوله او خپلو خبرو ته یې دوام ورکولو.
نکل کا، راتلونکي لهپاره یې زښتې هیلې لرلې چې ټولې پر اوبو لاهو شوې. هغه خبره چې هر ځل یې تکراروله داوه؛ له حکومته هېڅ غوښتنه نه لري.
سیاهموی وایي، تر هغې ورځې چې خاوند یې له لاسه ورکړ، ژوند یې نعمت ګاڼه او هره شېبه یې تر پخوانۍ هغې خوندوره وه. له هغې ورځې وروسته یې د اوږو بار د خاوند فراق له غمه نور هم دروند شوی دی.
د شاولي هیله وه، بچیان یې د مینې او محبت چاپېریال کې لوی شي، د سیاهموی په وینا هغه هر ځل ویل، د خپلو بچیانو ښې راتلونکې لهپاره هېڅ راز هلې ځلې نه سپموي.
شاولي د ډېرو ستونزو په ګاللو، د حقوقو او سیاسي علومو له څانګې فارغ شو او په دې وروستیو کې یې د مدافع وکیل په توګه دنده ترسره کوله.
د شاولي یو دوست دولت علي وایي، له هغې ورځې چې د خپل دوست د وژل کېدو خبر یې واورېد نور له ژونده ناهیلی شوی.
دا یوازې سیاهموی نه ده، چې د هغې په وینا پر تورو خاورو ناسته ده. سلګونه نورې کورنۍ هم د شنبې ورځې برید د ویر او ماتم پر ټغر کېنولي دي او غم لړلې کیسه هره ورځ په افغانو کورنیو کې تکرارېږي.