په خوست کې د ښځینه ښوونکیو پرځای زیات عمره ښوونکي ګومارل کېږي

د خوست ولایت د نجونو په لېسو کې د ښځینه ښوونکیو پر ځای د زیات عمر لرونکي استادان نجونو ته لوست ورکوي او له لوړو، نیمه لوړو او له مسلکي زده‌کړو فارغې سلګونه نجونې د ښوونکیو په توګه نه ګومارل کېږي.

د مسلکي زده‌کړو خاوندانۍ نجونې شکایت کوي چې په خوست کې دولتي دندو ته په ازموینو کې تر ډېره نارینه ان که بوډا هم وي بریالي او د نجونو مخه نیول کېږي.  

خوستۍ لطیفه وایي له څوارلسم ټولګي فارغه ده. دنده نه ورته پیداکېږي او د دې په شان ډېرې نورې نجونې هم شته چې پر کورونو ناستې دي.

دغه خوستۍ وايي، څو ځلې یې د معلمۍ له‌پاره ازموینه ورکړه؛ خو سپين ږیري ورسره کامیاب شوي او دا نه.

خو ځینې زیات عمره ښوونکي بیا وایي، د پوهنې وزارت د ښځینه‌وو ښوونکیو له‌پاره له سره تشکېل نه لري. 

یو ښوونکي ګل ولي شاه لمر سلام‌وطندار ته وویل، ښځینه ښوونکې د نارینه‌‌وو هغو مشرانو استادانو په اندازه تجربه او پوهه نه لري. دغه راز کلتوري مسایل د ښځینه‌وو استادانو په برخه کې یو ستونزه ګني، چې کورنۍ ورته د دندې اجازه نه ورکوي.

د محمد ثاقب په نوم یو بل ښوونکی وايي، نجونې ژمني کورسونه نه تعقیبوي همدا ده چې کم سواده دي او نه شي کولی ازموینه او لوست ورکړي.

بل خوا  د خوست مدني فعالان بیا دا نه مني چې ځوانې نجونې ښوونکې د لوست ورکړې وړتیا نه لري او په وینا یې که داسې هم وي نو خپله ښوونکي ګرم دي.

د خوست د پوهنې رییس بخت نور بختیار بیا سلام‌وطندار ته وویل چې زیاتره فارغې نجونې د لېرو سیمو په ښوونځیو کې دندې ته زړه نه ښه کوي.

د پوهنې رییس زیاتوي د نږدې ښوونځیو تشکېل پوره دی او لېرې ښوونځیو ته د هغوی کورنۍ اجازه نه ورکړي.

په خوست کې هرکال له دولتي او خصوصي پوهنتونونو زیاتې نجونې فارغېږي، خو د ښځینه ښوونځیو په شمول زیاترو ریاستونو کې د ښځینه‌وو بستونه نارینه‌وو نیولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام