افغان ۱۹ کلنه کرېکټ لوبډله د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته ووتله

د کرېکټ بورد یوې خبرپاڼې لیکلي د ۲۰۱۸  کال ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام په کواټر فاینل لوبه کې افغانستان کوربه هېواد نیوزلینډ ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.

خبرپاڼه زیاتوي د لوبې پچه د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې لوبډل مشر نوین الحق وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه او تر ۱۰۰ زیاتو منډو په جوړولو یې کوم لوبغاړی ونه سوځېد.

د افغانستان له‌پاره رحمان‌الله ګربز ۶۹، ابراهیم ځدراڼ ۶۸، بهیر محبوب ۶۷ او عظمت الله په ۲۴ توپونو باندې چټکې ۶۶ منډې جوړې کړې. افغانستان پوره پنځوسو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره نیوزلیند ته ۳۱۰ منډې هدف وټاکه.

په مقابل کې د نیوزلینډ ټول لوبغاړي  په ۲۸،۱ اور کې په ۱۰۷ منډو وسوځېدل.

په دغه پړاو کې مجیب ځدراڼ ۴، قیس احمد ۳ او نوین الحق د نیوزلینډ لوبډلې یو لوبغاړی وسوځولو، چې په دې سره افغان ۱۹ کلنو ځوانانو نیوزلینډ ته د ۲۰۲ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د ۲۰۱۸ کال ۱۹ کلنو نړیوال جام نیمه پای لوبې ته یې لاره ومونده.

عظمت الله چې په ۲۴ توپونو یې چټکې ۶۶ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله به  د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام نیمه پای لوبه راتلونکې دوشنبې له اسټرلیا  سره ترسره کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام