د پاکستان په کوربتوب د ګونګیانو او کڼو دویم پړاو اسیایي شل اوریزه کرکټ ټورنامنټ د پاکستانۍ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.
په دې سیالیو کې افغانستان هم د دویم ځل له پاره برخه اخیستې وه، خو د افغانستان د کڼو کرکټ ملي لوبډله له خپلو ټولو سیالانو لخوا له ماتو سره مخ شوه.
د افغانستان نه اوریدونکو وګړو (کڼو) کرکټ ملي لوبډلی تیرکال هم پدې سیالیو کې برخه اخیستی وه خو د تیرځل په پرتله یې دا ځل بیکاره لوبې نندارې ته وړاندې کړې او خپلو ټولو سیالانو پاکستان ، هندوستان او سریلانکا لوبډلو ته یې ماتې وخوړې.
د افغانستان نه اوریدونکو(کڼو) کرکټ ملي لوبډلې تیرکال د پاکستان په کوربتوب پدې سیالیو کې نیپالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړی وه.
د سیالیو په پای کې افغانستان د ټورنامنټ په وروستي څلورم مقام کې پاتې شو د پاکستان د کڼو کرکټ ادارې لخوا په خپره شوی خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د سیالیو داتلولۍ ترلاسه کولو په موخه د پاکستان او دفاعي اتلی هندوستان ترمینځ پای لوبه ترسره شوه.
خبرپاڼه لیکي، چې په سیالۍ کې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې په لومړي وار کولو سره په ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۵ منډی جوړی کړی.
د پاکستان له پاره په لوبه کې ذکا احمد د ۱۵ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مټد د ټورنامنټ لومړۍ سلیزه جوړه کړه او ۱۰۸ منډی یې جوړې کړې .
زکا احمد دغه راز په بالینګ کې ۶ لوبغاړي هم وسوځول، چې نه یواځې د(فاینل) بلکې د ټورنامنټ غوره لوبغاړي هم اعلان شو.
د هدف ترلاسه کولو په موخه دفاعي اتلې د هندوستان میلمه لوبډله په ۱۳۵ منډو وسوځیده او په ۵۰ منډو یی نه یواځې فاینل لوبه وبایلله ترڅنګ یې د تیرکال ګټل شوې داتلولۍ جام کوربه پاکستانۍ لوبډلې ته پریښود.
د یادونې وړ ده، چې د نه اوریدونکو وګړو (کڼو ) دغه شل اوریزه جام دروانی اپریل میاشتی په ۲۰ مه پیل او په شپږویشتمه نیټه پای ته ورسیدې.





