د کوکنارو پرځای د بدیل معیشت پروګرام بریالی نه و

د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ مسوولین وايي چې د دوی د څېړنو پربنسټ په هېواد کې د کوکنارو کښت پرځای د بدیل معیشت پروګرام؛ پایښت نه درلود او دا مسله د دې سبب شوې چې په هېواد کې د کوکنارو کښت زیات شي.

دغه بنسټ نن ورځ (سه شنبه) په کابل کې د خبري غونډې پرمهال د طبیعي سرچینو په اړه د څېړنې موندنې خپرې کړې.

د یاد بنسټ مشرې اورځلا نعمت غونډې ته وویل چې د دوی د موندنو پربنسټ په افغانستان کې د کوکنارو کرکیلې پرځای د بدیل معیشت پروګرام بریالی نه و او په دې پروګرام کې ملي او نړیوالو بازارونو ته د افغان کروندګرو لاسرسي مسلې ته پام نه وه شوی.

د مېرمن نعمت په وینا، د معیشت بدیل پروګرام د نه پایښت له‌امله د کوکنارو کښت لا زیات شوی دی.

خو له نشه‌يي توکیو سره د مبارزې وزارت مسوولین د دې څېړنې موندنې رد او وايي چې د بدیل معیشت پروګرام د کوکناور کښت ټیټوالي سبب شوی دی.

له نشه‌يي توکیو سره د مبارزې وزارت ویاند جاوید احمد قایم وايي د دې بنسټ د څېړنې موندنه ناسمه ده.

دغه راز، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پېري مایدون د افغانستان طبیعي سرچینو په برخه کې د مرستو او همکاریو دوام خبر ترڅنګ وویل چې د افغانستان ستونزو حل له‌پاره به هم هڅه وکړي.

د ښاغلي مایدون په وینا، اروپايي ټولنه به له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ کال پورې په بېلابېلو برخو کې ۲ ملیارده یورو مرسته وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام