
تېره شپه افغان ځواکونو د هلمند ولایت باغران ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو زندان عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ۸۹ تنه بندیان راخوشې کړي دي او ۴۶ تنه وسلهوال طالبان یې هم ژوند نیولي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام وطندار ته وویل، په راخوشې شویو بندیانو کې ۴۶ تنه یې د ملي اردو سرتېري او ۲۰ تنه یې ولسي خلک دي.
ځواک وايي، دغه شپني عملیات د ملي امنیت د مرکز او د هلمند یوشمېر ځانګړو ځواکونو لهخوا ترسره شوي دي.
د والي د ویاند په خبره د عملیاتو پرمهال ۱۴ طالب وسلهوال وژل شوي دي او لسګونه عرادي وسایط او نور توکي یې له منځه وړل شوي دي.
تراوسه پورې وسلهوالو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.





